د ویزی د صدور لارښوونی  

په اسلو کښی د افغانستان لوی سفارت هغو کسانو ته چی د ناروی، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند په هیوادونو کښی استوګنه لری او غوښتنه وکړی، ویزه ورکوی.   

د موجودو مقرراتو پر بنسټ، دا سفارت  یوازی د یوځل مسافرت یوه میاشتنی ویزه  صادروی.  هغه کسان چی غواړی د اوږدی مودی لپاره په افغانستان کی پاتی شی، کولای شی د خپلی ویزی د تمدید لپاره په کابل کی د خارجه وزارت قنسولی ریاست  غوښتنه وړاندی کړی.  په ځینو خاصو حالاتو کی دری میاشتني او کثيرالمسافرته ویزي یوازی د سیاسی پاسپورټونو لرونکو ته او د ناروي, دنمارك, فنلند او ايسلند هیوادونو د مسلح قواوو و د دولت رسمی مامورینو ته چی د رسمی چارولپاره سفر کوی او قانع کوونکی دلایل وړاندی کړی، ورکول کیدای شی. 

د ویزی غوښتونکی کولای شی خپل غوښتنلیکونه د پوستی له لاری راولیږی او یا هم په اسلو کښی د افغانستان د سفارت قنسولی څانګی ته  مراجعه وکړی.  د ویزی غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی.  هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی.   

د ویزی د غوښتنی لپاره ضروری اسناد  

 د ویزی غوښتونکی، که د پوستی له لاری غوښتنه کوی او یا خپله سفارت ته مراجعه کوی، باید لاندینی اسناد سفارت ته وسپاری:  

1.  د ویزی فورمه باید په بشپړه توګه  ډکه او لاسلیک شی.  له انګلیسی ژبی سربیره، د ویزی فورمی په دریو نورو ژبو، پښتو، دری او نارویژی، هم ډکولای شی.  دا فورمی کولای شی د دی سفارت په ویب سایب کښی د قنسولی څانګی د ویزی له اړونده صفحی څخه لاسته راوړی.  

2.  غوښتونکی باید خپل پاسپورټ له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کړی. (پاسپورټ باید اقلا د  ښپږو میاشتو لپاره اعتبار ولری)  

3.  دوه قطعی عکسونه چی د پاسپورټ په ستندرده اندازه اخیستل شوی وی او د فورمی په وروستی صفحه کی ونښلول شی (دواړه عکسونه باید نوی او سره ورته وی او له مخامخ نه اخیستل شوی اوی ترڅو د شخص دواړه غوږونه پکښی د لیدلو وړ وی)  

4. د غوښتونکی د اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره باید لازم اسناد، د مثال په توګه د برق بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی، وسپارل شی.  

5. که سفر په کاری یا رسمی موخه سرته رسیږی، باید د سفر د موخی د تثبیتولو لپاره د اړونده مرجع څخه لازم سند یا اسناد وړاندی شی.  

6.  د ویزی قیمت (د قیمتونو جدول ته لاندی مراجعه وکړی).  

7. د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم چی په لاندینی جدول کی راغلی (له ناروی څخه غوښتونکی کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای د معادل ارزښت لرونکی یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، سفارت ته وسپاری).   

د پوستی له لاری د ویزی غوښتنه   

پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی:

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 

 

دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی.  

لکه څنګه چی پورته روښانه شوه، هغه کسان چی د ناروی له دننه څخه غوښتنی رالیږی، کولای شی د راجستری پٌستی د قیمت پرخای، مونږ ته یو راجستری پٌستی پاکټ چی د غوښتونکی نوم او بشپړه پته پری لیکلی وی، راولیږی تر څو ویزه او اسناد بیرته لاسته راوړی.  هغه کسان چی له ډنمارک، فنلند او یا آیسلند له هیوادونو څخه غوښتنه کوی نشی کولای چی راجستری پستی پاکټ راولیږی، ځکه نو باید له لارښوونی سره سم دی مونږته د راجستری پٌستی قیمت راواستوی.     

سفارت ته د مراجعی له لاری د ویزی غوښتنه  

غوښتونکی کولای شی د ویزی  د غوښتنی لپاره د کاری اوقاتو په ترڅ کښی شخصاً د سفارت قنسولی څانګی ته مراجعه وکړی.   د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده:  

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی  په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده.  

د غوښتنلیکونو له سپارلو څخه وروسته له مراجعینو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپلی ویزه او اسناد لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی چی خپله ویزه او اسناد د پوستی له لاری لاسته راوړی باید د ویزی د قیمت سربیره د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری.  البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم و بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری.   

د ویزی قیمت او پوستی مصرف 

مجموعی قیمت (د 6 یورو بانکی چارج په شمول)

د ویزی ډول

36 یورو

 

د یوځل مسافرت یوه میاشتنی ویزه

36 یورو

د  ترانزیت ویزه (د 6  ورځو لپاره)

96 یورو

د دری میاشتو لپاره کثیرالمسافرته ویزه (یواځی  په استثنایی حالاتو کی)

وړیا

د سیاسی او خدمت پاسپورټونو لرونکو لپاره ویزه

وړیا

(د دولتونو د بالمثلی روییی سره سم)

د هغه دولتی کارکوونکی لپاره ویزه چی سیاسی یا خدمت پاسپورټونه نلری خو په کاری یا رسمی موخه سفر کوی

وړیا

په افغانستان کی زیږیدونکی چی په غیر افغانی پاسپورټونو سفر کوی

وړیا

د ملگرو ملتونو د سازمان، سره صلیب او نورو ځانګړو بین الحکومتی بنسټونو د کارکوونکو لپاره ویزه

60 یورو د ویزی د اصلی بیی سربیره

(د وړیا ویزی په صورت یوازی 60 یورو اخیستل کیږی)

په ګړندی توګه (د 24 ساعتونو په ترڅ کښی) د ویزی د اخیستلو لپاره اضافی قیمت

20 یورو

(له پنځو څخه زیاتو پاسپورټونو لپاره چی په یو درخواست کی شامل وی)

15 یورو

(له یوه څخه تر پنځو پاسپورټونو پوری چی په یوه درخواست کی شامل وی)

د راجستری پوست مصرف  (د ناروی په شمول په ټوله شمالی اروپا کښی)




د پیسو ورکولو لپاره لارښوونه 

1. د ویزی قیمت او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی.  نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی.   

2. د ویزی قیمت او نور ټول قنسولی مصارف په سفارت دننه کښی د کریدت کارت، ویزه کارت او ماستر کارت له لاری او همدارنگه د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی "په اسلو کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی.  نقدی پیسی، شخصی چک و د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.   

3.  د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی لدی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.   

4. د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی.

 د غوښتنو لپاره لازمه موده 

وروسته لدی چی بشپړ غوښتنلیکونه د ټولو لازمو اسنادو سره یو ځای مونږ ته راورسیږی، د ویزی صادرول له دریو تر شپږو کاری ورځو پوری وخت نیسی. د ګړندی غوښتنی په صورت کی، د 60 یورو په ارزښت اضافی مصرف اخیستل کیږی او ویزه د 24 ساعتونو په ترڅ کښی ورکول کیدای شی.   

هغه کسان چی د پوستی له لاری غوښتنه کوی، په خاصه توګه د ډنمارک، فنلند او آیسلند اوسیدونکی، باید په یاد ولری چی د پوستی له لاری مونږ ته ستاسو د غوښتنو رارسیدل او بیا تاسو ته بیرته ستنیدل د 10 ورځو په شاوخوا کی وخت نیسی. له غوښتونکو څخه هیله کیږی چی د ویزی د لاسته راوړونه مخکی د سفر تیاری ونه نیسی.  د ویزی د ځنډیدو او ستاسو د سفر په اړه د ستونځو د راپیښیدو په صورت کی سفارت هیڅ ډول مسوولیت نه لری.   

اصلی اسناد

هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.   

د ویزی فورمی 

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی د ویزی فورمه، له خلورو موجودو ژبو خخه په هره ژبه چی وی، دکه کری.  ارونده فورمی د دی سفارت په ویب سایت کسی د قنسولی خانگی د ویزی له صفحی خخه لاس ته راوری شی.  

که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟  

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی.  د سفارت د قنسولی څانګی د پرانستیا وختونه په ياد ولری:  

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری

 

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره:

0047 22 12 35 70 

د قنسولی څانګی د ایمیل پته:

consular@afghanistanembassy.no

 

د قنسولی څانګی پوستی پته:

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 

 

 

 




Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Gange-Rolvs gate 5  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 22 12 35 70

Powered by Kréatif AS