د پاسپورټ صدور او تمدید  

په اسلو کښی د افغانستان لوی سفارت یواځی هغو افغانانو ته پاسپورټ ورکوی چی د ناروی، سویدن، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند په هیوادونو کښی استوګنه لری.   

د موجودو مقرراتو له مخی، دا سفارت یوازی عادی پاسپورټونه ورکولی شی.  د نورو ډولونو د پاسپورټونو، لکه سیاسی، د خدمت او یا تحصیلی پاسپورټونو د اخیستلو لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قنسولی چارو ریاست ته مراجعه کولای شی.  په ځینی استثنایی مواردو کښی دا سفارت د بهرنیو چارو د وزارت له موافقی څخه وروسته کولای شی د هیوادوالو د خدمت او یا تحصیلی پاسپورټونه تمدید کړی.  

د  تمدید غوښتونکی کولای شی خپل غوښتنلیکونه د پوستی له لاری راولیږی او یا هم په اسلو کښی د افغانستان د سفارت قنسولی څانګی ته  راشي.  د پاسپورټ غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی.  هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی. همدارنگه د پاسپورت غوښتونکی د اسنادو د تکميلولو نه وروسته هرومرو بايد سفارت ته راشی.   

د پاسپورټ د صدور یا تمدید لپاره لازم  اسناد 

د نوی پاسپورت غوښتونکی باید: 

1.  د پاسپورټ د صدور غوښتلیک (فورمه) په بشپړه توګه  ډک او لاسلیک کړی.  نوموړی فورمی په څلورو ژبو (پښتو، دری، انگلیسی او نارویژی) موجودی دی او کولای شی د دی سفارت په ویب سایت کښی د قونسلی څانگی د پاسپورت له صفحی څخه یی لاس ته راوړی.

2.  دری قطعی عکسونه د خپلی فورمی په وروستی صفحه کی ونښلوی.  د پاسپورټ عکسونه باید ستندرده اندازه، نوی او سره ورته وی، او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی.  

3.  د خپل افغانی هویت د تثبیت لپاره یو معتبر سند لکه د تابعیت تذکره ، پخوانی پاسپورټ،د بهرنیو چارو د وزارت لخوا تصدیق شوی نکاحنامه، په افغانستان کی تحصیلی و یا شغلی اسناد، او داسی نور، په اصلی بڼه کښی وړاندی کړی.   

4.  هغه کسان چی د خپل افغانی هویت د تثبیت لپاره لازم اسناد نلری، باید د غوښتنی لپاره  شخصا د سفارت قنسولی څانګی ته مراجعه وکړی او د شهود د فورمو له طریقه د دوه پیژندل شویو افغانانو بشپړ لیکل شوی شهادت له ځانه سره راوړی. د شهودو فورمی کولای شی د سفارت په ویب سایت کښی د قنسولی څانگی څخه لاس ته راوړی.
 
5. د پاسپورت ټول غوښتونکی که د افغانی هویت لپاره اسناد لری او کی نلری هرومرو باید په خپله سفارت ته راشی. خو هغه کسان چی پخوانی پاسپورت او یا هغ کس چی پخوا د مور او پلار په پاسپورت کی ضمیمه وی له دغه امر نه مستثنی دی. 

د پاسپورت د تمدید غوښتونکی باید: 

1.  د پاسپورټ د تمدید غوښتلیک (فورمه) په بشپړه توګه  ډک او لاسلیک کړی.  نوموړی هم کولای شی د دی سفارت په ویب سایت کښی د قنسولی څانګی د پاسپورټ له صفحه څخه لاس ته راوړی.    

2. د پاسپورټ د تمدید غوښتونکی باید خپل پاسپورټ له خپل غوښتنلیک سره یو ځای سفارت ته وسپاری. پاسپورټ باید د تمدید لپاره ځای ولری که نه نو نه تمدیدیږی.

3.  دوه قطعی عکسونه د خپلی فورمی په وروستی صفحه کی ونښلوی.  د پاسپورټ عکسونه باید ستندرده اندازه، نوی او سره ورته وی، او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی.  

د پاسپورت د صدور یا تمدید ټول غوښتونکی باید:  

1.  په ناروی او یا په اړوندو نورو هیوادونو کی د خپل اقامت  اسناد وړاندی کړی.  

2.  د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د برق بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور، وړاندی کړی.  

3.  د پاسپورټ د صدور یا تمدید قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی.  

4. د راجستری پوستی قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی. (هغه کسان له ناروی څخه غوښتنه کوی، کولای شی د پوستی قیمت پر ځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ چی قیمت یی ورکړل شوی او د غوښتونکی نوم او پته پری لیکل شوی وی، سفارت ته ورسپاری).  

د پوستی له لاری د پاسپورټ غوښتنه   

پوستی درخواستونه باید د راجستر شوی پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی:

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Kronprinsens gate 17

0244 Oslo

Norway

 

دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی.  

لکه څنګه چی پورته روښانه شوه، هغه کسان چی د ناروی له دننه څخه غوښتنی رالیږی، کولای شی د راجستری پٌستی د قیمت پر ځای ، مونږ ته یو راجستری پٌستی پاکټ چی د غوښتونکی نوم او بشپړه پته پری لیکلی وی، راولیږی تر څو پاسپورټ او اسناد بیرته لاسته راوړی.  هغه کسان چی له سویدن، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند له هیوادونو څخه غوښتنه کوی نشی کولای چی راجستری پستی پاکټ راولیږی، ځکه نو باید له لارښوونی سره سم دی مونږته د راجستری پٌستی قیمت راواستوی.     

د پاسپورټ د غوښتنی لپاره سفارت ته مراجعه  

غوښتونکی کولای شی د کاری اوقاتو په ترڅ کښی شخصاٌ د سفارت قنسولی څانګی ته مراجعه وکړی.   د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده:  

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی  په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړی ده.  

د غوښتنلیکونو له سپارلو څخه وروسته له مراجعینو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپل پاسپورټ او اسناد لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی چی خپل پاسپورټ او اسناد د پوستی له لاری لاسته راوړی باید د ویزی د قیمت سربیره د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری.  البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم و بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری.   

د پاسپورټ د صدور او تمدید قیمتونه او پوستی مصارف 

د نوی پاسپورټ د صدور استندرد قیمتونه په لاندی ډول دی:

=د صدور قیمت (په ناروی کښی د 6 یورو بانکی چارج په شمول)

د پاسپورټ د اعتبار موده

30 یورو

د یوکلنی مودی پاسپورټ

50 یورو

د دوه کلنی مودی  پاسپورټ

70 یورو

د دری کلنی مودی پاسپورټ

90 یورو

د څلورکلنی مودی پاسپورټ

110 یورو

د پنځه کلنی مودی پاسپورټ

 

د پاسپورټ د تمدید استندرد قیمتونه په لاندی ډول دی:  

د صدور قیمت (په ناروی کښی د 6 یورو بانکی چارج په شمول)

د  تمدید موده

26 یورو

د یو کال لپاره تمدید

46 یورو

د دوه کلونو لپاره تمدید

66 یورو

د دری کلونو لپاره  تمدید

86 یورو

د څلور کلونو لپاره تمدید

106 یورو

د پنځه کلونو لپاره تمدید

 

د راجستری پوستی قیمت: 

پوستی قیمت (په ټوله شمالی اروپا کښی، په شمول د ناروی)

په غوښتنلیک کښی د شاملو پاسپورټونه شمیر

15 یورو

له یوه څخه تر پنځو پاسپورټونو پوری

20 یورو

له پنځوڅخه زیات پاسپورټونه

 

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونی 

1. د  پاسپورټ قیمت او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی.  نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی.     

2. د پاسپورټ قیمت او نور ټول قنسولی مصارف په سفارت کښی دکردیدت کارت، ویزه کارت او ماسترکارت له لاری او همدارنگه د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی "په اسلو کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی.  نقدی پیسی، شخصی چک و د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.   

3.  د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی لدی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.   

4. د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی.

 د غوښتنو لپاره لازمه موده 

وروسته لدی چی بشپړ غوښتنلیکونه د ټولو لازمو اسنادو سره مونږ ته راورسیږی، د نوی پاسپورټ صادرول  له شپږو څخه تر لسو ورځو پوری نیسی.  د پاسپورټ تمدید د دریو ورځو په ترڅ کی سرته رسیږی.    

هغه کسان چی د پوستی له لاری غوښتنه کوی، په خاصه توګه د سویدن، ډنمارک، فنلند او آیسلند اوسیدونکی، باید په یاد ولری چی د پوستی له لاری مونږ ته ستاسو د غوښتنو رارسیدل او بیا تاسوته بیرته ستنیدل د لسو ورځو په شاوخوا کی وخت نیسی. له غوښتونکو څخه هیله کیږی چی د خپلو پاسپورټونو د لاسته راوړونه مخکی د سفر تیاری ونه نیسی.  د پاسپورټ د ځنډیدو او ستاسو د سفر د ځنډیدو په صورت کی سفارت هیڅ ډول مسوولیت نه منی.   

اصلی اسناد

هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.   

د پاسپورټ فورمی

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی د پاسپورټ د صدور یا تمدید فورمی په پښتو ژبه او په دری، انګلیسی یا نارویژی ژبو د دی سفارت په ویب سایت کښی د قنسولی څانګی د پاسپورټ له صفحی څخه لاس ته راوړی.  

که پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟  

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی.  د سفارت د قنسولی څانګی د پرانستیا وختونه په ياد ولری:  

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره:

004723239235/6

 

د قنسولی څانګی د ایمیل پته:

consular@afghanistanembassy.no

 

د قنسولی څانګی پوستی پته:

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Kronprinsens gate 17

0244 Oslo

Norway

 

 


Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Kronprinsensgate 17  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 23 23 92 20

Powered by ViaNett