وکالتنامه

 

د ناروی، سویدن، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند په هیوادونو کښی استوګن هیوادوال کولای شی د وکالتنامی د جوړولو لپاره په اسلو کښی د افغانستان لوی سفارت ته غوښتنه وړاندی کړی. 

د وکالتنامی د غوښتنی لپاره باید غوښتونکی د وکیل (که موجود وی) او دوه کسه شاهدانو په ملتیا د دی سفارت قنسولی څانګی ته مراجعه وکړی.   

د وکالتنامی لپاره لازم  اسناد 

 د وکالتنامی ټول غوښتونکی باید:  

1.  پس لدی چی د سفارت له قنسولی څانګی څخه د مخامخ مصاحبی وخت واخلی، شخصا سفارت ته راشی.  

2.  دوه قطعی عکسونه له خپلی فورمی سره ضمیمه وړاندی کړی. عکسونه باید نوی، سره ورته او له مخامخ نه اخیستل شوی وی ترڅو د شخص دواړه غوږونه د لیدلو وړ وی.   

3. د وکیل د هویت د تثبیت لپاره لازم اسناد وړاندی کړی.  که وکیل موجود نه وی باید لیکلی موافقی یی وړاندی شی.  

4. دوه کسه بالغ شاهدان له اسنادو او عکسونو سره یوځای حاضر کړی.  

5.  که وکالتنامه د ځمکی یا جایداد په هکله وی، اړوند اسنادونه لکه قباله، د ملکيت سند، حصر وراثت او همدارنگه د جایداد اربعه حدود او نور تفصیلات وړاندی کړی.  

6.  د خپل د هویت د تثبیت لپاره لازم اسناد وړاندی کړی. 

7.  د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د برق بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور، وړاندی کړی.  

8.  د وکالتنامی د صدور قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی.  

د غوښتنی طریقه  

مخکی لدی چی غوښتونکی سفارت ته مراجعه وکړی، باید د مصاحبی د وخت اخیستلو لپاره سفارت سره اړیکه ونیسی.  د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده:

 

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری 

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له اړیکه نیولو څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی  په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړی ده. 

د مصاحبی لپاره په ټاکل شوی وخت، غوښتونکی باید له وکیل (که موجود وی) او شاهدانو سره یو ځای سفارت ته په لاندی پته راشی: 

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Kronprinsens gate 17

0244 Oslo

Norway

 

په سفارت کښی به د قنسول لخوا له غوښتونکو او شاهدانو سره مخامخ مصاحبه سرته رسیږی چی له یوه څخه تر دوه ساعتونو پوری وخت نیسی.  معمولاً د دی مصاحبی په پای کښی وکالتنامه صادریږی.  په ځینی مواردو کښی غوښتونکو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپله وکالتنامه لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی، په هغه صورت  کښی چی د دوی بیرته راتګ ته ضرورت نه وی، سفارت کولای شی د دوی وکالتنامه او اسناد د پوستی له لاری ورته ولیږی چی په هغه صورت کښی بیا باید د راجستری پوستی مصرف، د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری.  البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم و بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری.   

د وکالتنامی قیمت او پوستی مصرف 

مجموعی قیمت

مورد

106 یورو (په ناروی کی د 6 یورو بانکی چارج په شمول)

د وکالتنامی قیمت

15 یورو (د ضرورت په صورت کی)

پوستی مصرف

 

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونی 

1. د  وکالتنامی قیمت او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی.  نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی. تاسی کولای شی چی د وکالتنامی قیمت د سفارت دننه د کریدت کارت، ویزه کارت او ماستر کارت له لاری تحویل کړی.  

2. د وکالتنامی قیمت او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی "په اسلو کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی.  نقدی پیسی، شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.   

3.  د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی لدی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.   

4. د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی.

 

اصلی اسناد 

هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.  

لومړنی قدم 

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، لومړی د دی سفارت قنسولی څانګی سره اړیکه ونیسی تر څو د مخامخ مصاحبی وخت درکړل شی.   

که پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟  

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی.  د سفارت د قنسولی څانګی د پرانستیا وختونه په ياد ولری:

 

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری  

 

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره:

00-47-23-23-92-26

د قنسولی څانګی د ایمیل پته:

consular@afghanistanembassy.no

 

د قنسولی څانګی پوستی پته:

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Kronprinsens gate 17

0244 Oslo

Norway

 

 


Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Kronprinsensgate 17  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 23 23 92 20

Powered by ViaNett