حصر وراثت

 

د ناروی، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند په هیوادونو کښی استوګن هیوادوال کولای شی د حصر وراثت د سند اخیستلو لپاره په اسلو کښی د افغانستان لوی سفارت ته غوښتنه وړاندی کړی.  

د حصر وراثت د غوښتنی لپاره باید غوښتونکی د دری کسه اقرار کوونکو او دوه کسه شاهدانو په ملتیا د دی سفارت قنسولی څانګی ته مراجعه وکړی.   

د حصر وراثت لپاره لازم  اسناد  

 د حصر وراثت غوښتونکی باید:  

1.  د مخامخ مصاحبی لپاره وخت واخلی او شخصا د سفارت قنسولی څانګی ته راشی.   

2.  د خپل دوه قطعی عکسونه راوړی.  عکسونه باید نوی، سره ورته او له مخامخ نه اخیستل شوی وی ترڅو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی.   

3.  دری کسه تضمین کوونکی له بشپړ شویو ضمانت خطونو او دوه دوه قطعی عکسونو سره  راولی.  (تضمین کوونکی باید داسی کسان وی چی له غوښتونکی سره کورنی خپلوی ونلری او وکولای شی د میراث په هکله شهادت ورکړی).  

4. دوه کسه بالغ شاهدان له اسناد او عکسونو سره یوځای له ځان سره راولی.  

5.  د خپل هویت د تثبیت لپاره اسناد راوړی.  

6.  د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د برق بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور، وړاندی کړی.  

7.  د حصر وراثت د صدور قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی.
 
 

د غوښتنی طریقه   

مخکی لدی چی غوښتونکی سفارت ته مراجعه وکړی، باید د مصاحبی د وخت اخیستلو لپاره سفارت سره اړیکه ونیسی.  د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده:  

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری 

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفاً له اړیکه نیولو څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی  په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړی ده. 

د مصاحبی لپاره په ټاکل شوی وخت، غوښتونکی باید له تضمین کوونکو او شاهدانو سره یو ځای سفارت ته په لاندی پته راشی: 

 

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 

په سفارت کښی به د قنسول لخوا له غوښتونکو او شاهدانو سره مخامخ مصاحبه سرته رسیږی چی له یوه څخه تر دوه ساعتونو پوری وخت نیسی.  معمولاً د دی مصاحبی په پای کښی حصر وراثت صادریږی.  په ځینی مواردو کښی غوښتونکو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپله حصر وراثت لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی، په هغه صورت  کښی چی د دوی بیرته راتګ ته ضرورت نه وی، سفارت کولای شی د دوی حصر وراثت او اسناد د پوستی له لاری ورته ولیږی چی په هغه صورت کښی بیا باید د راجستری پوستی مصرف، د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری. 

البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم و بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری.   

د حصر وراثت قیمت او پوستی مصرف

 

مجموعی قیمت

مورد

115 یورو

د حصر وراثت د سند قیمت

22 یورو 

پوستی مصرف

 

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونی 

1. د  حصر وراثت قیمت او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی.  نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی. د حصروراثت قیمت کولای شی چی په سفارت کی دننه د کریدت کارت، ویزه کارت او ماستر کارت له لاری تحویل کړي.    

2. د حصر وراثت قیمت او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی "په اسلو کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی.  نقدی پیسی، شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.   

3.  د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی لدی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.   

4. د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی. 

اصلی اسناد 

هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.   

لومړی ګام

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنی لپاره تیاریاست، د دی سفارت قنسولی څانګی سره تماس ونیسی او د راتګ لپاره یو وخت وټاکی.  د سفارت د قنسولی څانګی د پرانستیا وختونه په ياد ولری:

 

د دوشنبی تر جمعی  د سهار د ۹  څخه د ماسپښین تر ۱  بجی

 

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره:

004722123570

د قنسولی څانګی د ایمیل پته:

consular.info@afghanistanembassy.no 

د قنسولی څانګی پوستی پته

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 
 







Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Gange-Rolvs gate 5  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 22 12 35 70

Powered by Kréatif AS