د اسنادو تصدیق 

د ناروی، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند په هیوادونو کښی استوګن هیوادوال چی غواړی د خپلو حقوقی، تحصیلی، مسلکی او تجارتی اسنادو لپاره تصدیق ترلاسه کړی، کولای شی په اسلو کښی د افغانستان لوی سفارت ته غوښتنه وکړی.   

د اسنادو د تصدیق غوښتونکی کولای شی خپل غوښتنلیکونه د پوستی له لاری راولیږی او یا هم په اسلو کښی د افغانستان د سفارت قنسولی څانګی ته  راشي.  د هغو اسناد چی معلومات یی نیمګړی وی او یا مشکوک وی تصدیق نشی کیدای.   

 لازم اسناد 

 ټول غوښتونکی، که د پوستی له لاری غوښته کوی او یا سفارت ته مراجعه کوی، باید:  

1.  اړوند سند په اصلی بڼه کښی وړاندی کړی. 

2. یوه لیکلی عریضه وړاندی کړی چی پکښی د سند د تصدیق دلایل روښانه شی.  

3.  خپل یو قطعه عکس د خپلی عریضی پر مخ ونښلوی.   

4.  د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د برق بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور، وړاندی کړی.  

5.  د اسنادو د تصدیق قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی.  

6. د راجستری پوستی قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی. (هغه کسان چی له ناروی څخه غوښتنه کوی، کولای شی د پوستی قیمت پر ځای یو راجستر شوی پوستی پاکټ چی قیمت یی ورکړل شوی او د غوښتونکی نوم او پته پری لیکل شوی وی، سفارت ته ورسپاری).

 

د پوستی له لاری د اسنادو د تصدیق غوښتنه

پوستی درخواستونه باید د راجستر شوی پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی:

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 

 

دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی.  

لکه څنګه چی پورته روښانه شوه، هغه کسان چی د ناروی له دننه څخه غوښتنی رالیږی، کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرخای، مونږ ته یو راجستری پوستی پاکټ چی د غوښتونکی نوم او بشپړه پته پری لیکلی وی، راولیږی تر څو خپل تصدیق او اسناد بیرته لاسته راوړی.  هغه کسان چی له سویدن، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند له هیوادونو څخه غوښتنه کوی نشی کولای چی راجستری پوستی پاکټ راولیږی، ځکه نو باید له لارښوونی سره سم دی مونږته د راجستری پٌستی قیمت راواستوی.     

د اسنادو د تصدیق د غوښتنی لپاره سفارت ته مراجعه  

غوښتونکی کولای شی د کاری اوقاتو په ترڅ کښی شخصاٌ د سفارت قنسولی څانګی ته مراجعه وکړی.   د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده 

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی  په ورځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړی ده.  

د غوښتنو له سپارلو څخه وروسته، که چیری ممکنه نه وی چی په هماغه ورځ  تصدیق ترتیب شی، نو له مراجعینو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپل تصدیق او اسناد لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی چی خپل تصدیق او اسناد د پوستی له لاری لاسته راوړی باید د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری.  البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم او بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری.   

د اسنادو د تصدیق قیمت او پوستی مصرف 

مجموعی قیمت

د سند ډول 

 وړیا

د تذکری د ترجمی تصدیق، د ناروغی سند چی په افغانستان کښی د مربوط ادارو او محکمو لخوا جوړ او د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلی څانګي له خوا تصدیق شوی وی 

وړيا 


نکاح خط، د زوجیت وثیقه، د مجردی وثیقه چی په افغانستان کی جوړ او د بهرنيو چارو د وزارت د قونسلی څانګي له خوا تصدیق شوی وی
 

وړيا

تحصیلی اسناد چی د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قونسلی چارو د څانګي له خوا تصدیق شوی وی

11 يورو

د افغانی وګړو تحصیلی اسناد چی له بهرنیو هیوادونو نه یی لاس ته راوړی

 

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونی 

1. د  اسنادو د تصدیق قیمت او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی.  نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی. د اسناد تصدیق بیه کولای شی که په سفارت کی دننه د کریدت کارت، ویزه کارت او ماستر کارت له لاری هم تحویل کړی.     

2. د اسنادو د تصدیق قیمت او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی "په اسلو کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی.  نقدی پیسی، شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.   

3.  د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی لدی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.   

4. د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی.

اصلی اسناد 

هغه اسناد چی په اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.   

که پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟  

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی.  د سفارت د قنسولی څانګی د پرانستیا وختونه په ياد ولری:

 

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری 

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره:

00-4722123570

د قنسولی څانګی د ایمیل پته

consular.section@afghanistanembassy.no 

د قنسولی څانګی پوستی پته

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 
 


Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Gange-Rolvs gate 5  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 22 12 35 70

Powered by Kréatif AS