دهویت تثبیت، زیږیدنی، او تذکری تصدیقونه

 د ناروی، دنمارک، فنلند، او ایسلند په هیوادنو کی میشت هیوادوال کولای شی، په اسلو کی د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت ته دلاندی تصدیقونو لپاره غوښتنی وړاندی کړی.

د هویت تثبیت

د هویت د تثبیتولود وثیقی د لاس ته راوړلو لپاره لاندی شرطونه په نظرکی ونیسی

(نوت) دقانون له مخی، افغانی هویت د افغانی تذکری پر بنسټ ټاکل کیږی، له دی کبله د هویت د تثبیت لپاره افغانی تذکره اړینه بلل کیږی.

   غوښتونکی باید خپله سفارت ته حاظر شی

   دری قطعی عکسونه له ځانه سره راوړی عکسونه باید ستندرد، یوه اندازه او سره ورته وی او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی

    د خپل د هویت پیژندنی د تصدیق لپاره معتبر سندونه لکه (تذکره،نکاح خط او یا د زیږیدنی تایید شوی سند په اصلی بڼه چی د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی وی، وړاندی شی

  که چیری پورتنی سندونه ونه لری، د هویت دتثبیت غوښتونکی باید خپله دسفارت د قونسلی څانګی ته مراجعه وکړی. د هویت د تثتیت فورمه واخلی او د قیقومعلوماتو په لیکلو سره دی څانګی ته وسپاری، تر څو د غور لاندی ونیول شی

د زیږیدنی تصدیق 

د زیږیدنی د سند د لاس ته راوړلو لپاره لاندی ټکی په پام کی ونیسی

 دزیږیدنی سند په اصلی بڼه د روغتون او یا د اافغانستان د ثبت اواحوالو له اداری چی دبهرنیو چارو وزارت د قونسلی څانګی تایید کړی اوسی

  د زیږیدنی سند په اصلی بڼه درلودل او یا دهغی ترجمه چی د هِغه هیواد اړوندو ادارو او د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی وی

   د زیږیدنی سند په اصلی بڼه او یا ترجمه چی په دریم هیواد کی ترتیب شوی او دسیاسی نمایندګی د قونسلی څانګی په صادرونکی هیواد کی تایید کړی وی.

    که چیری پورتنی شرطونه او سندونه و نلری، نو کولای شی چی خپله تذکره په اصلی بڼه چی د بهرنیو چارو وزارت د قونسلی څانګی تایید کړی وی، او یا هم د افعانی پاسپورټ درلودل او یا دشخص خاضریدل، وروسته له مصاحبی څخه د زیږیدنی سند ورکول کیدای شی
نوت: د قانون پر بنسټ په بهر کی د نووزیږیدل شوی ماشومانو ثبت کول په سفارت کی د قونسلی په څانګه کی اړین دی

د تذکری غوښتنه   

په بهر کی هغه افغان وګړی چی د موجه دلیلونو پربنسټ یی تر اوسه افغانی تذکره نده اخیستی او یانشی کولای چی افغانستان ته سفروکړی، کولای شی سفارت ته مراجعه وکړی او غیابی تذکری د اخیستلو لپاره غوښتنلیک په لاندی شرطونوتر  لاسه کړی

 لیکلی غوښتنلیک

 په بشپړه توګه د هویت د فورمی ډکول

  شپږ قطعی رنګه عکسونه چی له مخامخ څخه اخیستل شوی وی، تر څو دواړه غوږونه ولیدل شی

 د غوښتونکی پوره مالومات(نوم،د پلارنوم، د نیکه نوم) دزیږیدو ځای(کلی یا ناحیه، ولسوالی او ولایت او د زیږیدو نیټه

 د تذکری شمیره( جلد،صفحه او دثبت شمیره) یو نژدی خپلوان(پلار،نیکه، ورور،کاکا، د کاکا زوی او یا د ورور زوی

  د امکان په صورت کی د نوموړی شخص د تذکری کاپی

  په لیکل شوی بڼه د غوښتونکی په افغانستان کی د نژدی خپلوان معرفی کول چی هلته یی کارونه سر ته ورسوی

پورتنی سندونه سفارت ته د تذکری د اخیستل لپاره وړاندی کړی

د اوسنی ادرس د تثبیت لپاره لازم سند لکه د برق بل، تیلفون بل او یا د اړوندی ښاروالی سند سفارت ته وړاندی کړی

د تصدیق قیمت او پوستی مصرف 

قیمت

د سند ډول

 یورو 29 

دهویت تثبیت / د زیږیدنی /تابعیت تصدیق

                               یورو 20 

پوستی مصرف


د پیسو ورکولو لارښوونه

     د تصدیق قیمت او نور ټول د قونسلی مصرفونه یوازی په یورو او یا دهغه معادل ناروژی کرون د منلو وړ دی

    
د تصدیق قیمت او نور ټول د قونسلی مصرفونه په سفارت کی دننه د کریدت کارت،ویزه کارت،او ماستر کارت له لاری او همدارنګه 
 منی آردر(یا بانکی تصدیق شوی چک ) له لاری چی "په اسلو کی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی اخیستل کیږی نقدی پیسی،شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی


 د منی آردر( یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړلو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی له دی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړشی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری

   د منی آردر( یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت  باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای موږ ته را واستوی

اصلی سندونه 

هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی  


د دوشنبی څخه تر جمعی ورځو د  سهار ۹څخه د ماسپښین تر ۱ بجی سفار ت د مراجعینو پر مخ پرانستی دی              

د قونسلی څانګی د تیلفون شمیره

0047 22 12 35 70

د قنسولی څانګی د ایمیل پته

consular.section@afghanistanembassy.no

د قونسلی څانګی پوستی پته

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo

Norway












Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Gange-Rolvs gate 5  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 22 12 35 70

Powered by Kréatif AS