د مدنی حالت وثایق (نکاح، طلاق او مجردی) 

په اوس وخت کښی د نکاحنامو صدور معطل ده.
په اسلو کښی د افغانستان لوی سفارت هغو افغانانو ته چی د ناروی، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند په هیوادونو کښی استوګنه لری او غوښتنه کوی، لاندینی وثایق ورکوی: 
 

۱.  نکاحنامه

۲.  طلاقنامه

۳.  د مجردی وثیقه  

د مدنی حالت د وثایقو د غوښتنی لپاره باید غوښتونکی د حضوری مصاحبی لپاره دی سفارت قنسولی څانګی ته شخصا مراجعه وکړی.  د مدنی حالت د تثبیت لپاره د لازمو اسنادو سربیره، غوښتونکی باید شاهدان او اقرارکوونکی در مربوطو مقرراتو سره سم له ځان سره راولی.  

د مدنی حالت د وثایقو لپاره لازم  اسناد 

د نکاحنامی غوښتونکی، ښځه او میړه دواړه، باید:  

1.  د دی سفارت د قنسولی څانګی څخه د وخت په اخیستو سره، شخصا د مصاحبی لپاره راشی.   

2.  د نکاح د ثبوت لپاره لازم اسناد، لکه په افغانستان یا په بل هیواد کښی صادر شوی نکاحنامه، د واده د مراسمو عکسونه او داسی نور، وړاندی کړی.  

3.  له ځان سره دوه کسه بالغ شاهدان او د هغوی دوه دوه قطعی عکسونو او د پیژندنی بشپړ اسناد راوړی.

4.  د مجردی وثایق وړاندی کړی.  

د طلاق غوښتونکی، ښځه او میړه دواړه، باید:  

1.  د دی سفارت د قنسولی څانګی څخه د وخت په اخیستو سره، شخصا د مصاحبی لپاره راشی.   

2.  په افغانستان یا په بل هیواد کښی صادر شوی نکاحنامه له ځان سره راوړی.  په افغانستان کښی صادر شوی نکاحنامه د بهرنیو چارو وزارت د قنسولی ریاست د تصدیق او مهر څخه پرته د اعتبار وړ نده.   

3.  له ځان سره دوه کسه بالغ شاهدان او د هغوی دوه دوه قطعی عکسونو او د پیژندنی بشپړ اسناد راوړی.  

د مجردی د وثیقی غوښتونکی باید:

1.  د دی سفارت د قنسولی څانګی څخه د وخت په اخیستو سره، شخصا د مصاحبی لپاره راشی.   

2.  د لازمو اسنادو په وړاندی کولو سره ثابته کړی چی د اتلسو کالو عمر له بشپړ کولو څخه مخکښی یی له افغانستان څخه مهاجرت کړی دی. هغه کسان چی د اتلسو کالو عمر یی په افغانستان کښی دننه بشپړ کړی وی نشی کولای لدی سفارت څخه د مجردی وثیقه واخلی او باید د دی کار لپاره په افغانستان کښی دننه مراجعو ته غوښتنه وړاندی کړی.  

3.  له ځان سره دری کسه بالغ اقرار کوونکی او د هغوی دوه دوه قطعی عکسونه او د پیژندنی بشپړ اسناد راوړی.  

4.  له ځان سره دوه کسه بالغ شاهدان او د هغوی دوه دوه قطعی عکسونو او د پیژندنی بشپړ اسناد راوړی. 

ټول غوښتونکی، له ذکر شویو اړوند اسنادو سربیره، باید:  

1.  خپل دوه دوه قطعی عکسونه راوړی.  عکسونه باید ستندرده اندازه او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی.  

2.  د وثایقو د صدور قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی.  

3.  د خپل هویت د تثبیت لپاره معتبر اسناد په اصلی بڼه کښی وړاندی کړی.   

4.  په ناروی او یا په اړوندو نورو هیوادونو کی د خپل اقامت  اسناد وړاندی کړی.  

5.  د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د برق بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور، وړاندی کړی.  

د غوښتنی طریقه  

سفارت ته له راتګ د مخه، غوښتونکی باید د مصاحبی د وخت اخیستلو لپاره د سفارت قنسولی څانګی سره اړیکه ونیسی.  د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو په جریان کی پرانستی ده

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری 

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفاً له اړیکی نیولو څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی  په ورځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړی ده. 

د مصاحبی لپاره په ټاکل شوی وخت، غوښتونکی باید له شاهدانو او اقرار کوونکو سره یو ځای سفارت ته راشی.  په یاد ولری چی د نکاح او طلاق د غوښتنو لپاره د ښځی او میړه دواړو راتګ حتمی بلل کیږی. د سفارت پته په لاندی ډول ده

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 

په سفارت کښی د نکاح، طلاق یا مجردی د وثایقو لپاره مخامخ مصاحبه د قنسول لخوا سرته رسیږی او له یوه څخه تر دوه ساعتونو پوری وخت نیسی.  وثایق معمولاً د دی مصاحبی په پای کښی صادریږی.  په ځینی مواردو کښی غوښتونکو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپله وثیقه لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی، په هغه صورت  کښی چی د دوی بیرته راتګ ته ضرورت نه وی، سفارت کولای شی د دوی وثیقه او اسناد د پوستی له لاری ورته ولیږی چی په هغه صورت کښی بیا باید د راجستری پوستی مصرف، د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری.  البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم او بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری.   

د وثایقو قیمت او پوستی مصرف

 

مجموعی قیمت

د سند ډول

47 یورو (په ناروی کی د بانکی چارج په شمول)

د نکاح، طلاق او مجردی د وثیقی قیمت

20 یورو (د ضرورت په صورت کی)

پوستی مصرف

 

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونی

1. د  وثایقو قیمت او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی.  نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی.   

2. د وثایقو قیمت او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی "په اسلو کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی.  نقدی پیسی، شخصی چک او یا د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.   

3.  د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی لدی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.   

4. د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی. 

اصلی اسناد 

هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.   

د غوښتنی لپاره لومړی ګام 

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنی لپاره تیاریاست، لطفا د دی سفارت د قنسولی څانګی سره اړیکه ټینګه او د مخامخ مصاحبی وخت ونیسی.  د سفارت د قنسولی څانګی د پرانستیا وختونه په ياد ولری:  

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری  

 

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره:

00-4722123570

 

د قنسولی څانګی د ایمیل پته:

consular.section@afghanistanembassy.no

 

د قنسولی څانګی پوستی پته:

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo
Norway 

 


Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Gange-Rolvs gate 5  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 22 12 35 70

Powered by Kréatif AS