وکالتنامه

د ناروی، دنمارک، فنلند، او ایسلند په هیوادنو کی افغان میشت هیوادوال کولای شی، په اسلو کی د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت ته د وکالتنامی د ترتیبولو لپاره غوښتنی وړاندی کړی

که غواړی وکالتنامه ترتیب کړی باید پخپله د سفارت د قونسلی څانګی ته مراجعه وکړی.او د (امکان په صورت کی وکیل) او دوه نفره شاهدان له ځانه سره راوړی

:د وکالتنامی ټول غوښتونکی باید

  د مخکی د حضوری مصاحبی لپاره د سفارت د قونسلی څانګی سره اړیکه ونیسی

  دوه  قطعی عکسونه چی له مخامخ څخه اخیستل شوی وی، تر څو دواړه غوږونه ولیدل شی

    د وکیل د هویت د تثبیت لپاره لازم سندونه (افغانی تذکره) له دوه قطعی عکسونو سره وړاندی کړی.که چیری خپله وکیل حاضرنه وی په دی حالت کی د هغی لیکل شوی موافقه وړاندی ګړی

 دوه عاقل او بالغ نفر د شاهد په توګه د هویت تثبیت سندونو او دوه قطعی عکسونو سره راوړی

که چیری د ځمکی او جایداد وکالت وی، د ملکیت سندونه لکه قباله، د ملکیت سند، حصروراثت، ترکه خط، اربعه حدود او دجایداد ټولی ځانګړتیاوی وړاندی کړی

 د خپل د هویت د تثبیت لپاره لازم سندونه وړاندی کړی

 د خپل اوسنی ادرس د تثبیت لپاره لازم سندونه لکه د برق بل، دتیلفون بل او یا نورسندونه  د اړونده ښاروالی د قونسلی څانګی ته وړاندی کړی

 د و کالتنامی د صدور قیمت د لاندی جدول پر بنسټ تحویل کړی

د غوښتنی د وړاندی کولو طریقه

د وکالتنامی غوښتونکی مخکی له دی چی سفارت ته راشی د سفارت د قونسلی څانګی سره دی اړیکه ټینګه کړی

د قونسلی څانګی کی د غوښتوونکی ا وشاهدانو سر ه مصاحبه کیږی. دا پروسه تقریبآ یو یا دوه ساعته وخت نیسی. په خاصو حالاتو کی که دا کار په هماغه ورځ ونشی نو یوه ورځ وروسته کولاشی خپله وکالتنامه لاس ته راوړی. که چیری یوه ورځ وروسته خپله حاضریدلی نشی نو د پست د لاری دا کار ممکن دی، په دی صورت کی باید د راجستر شوی پست پیسی د قونسلی څانګی ته تحویل کړی

د وکالتنامی د صدور قیمت او د پست قیمت

                  قیمت

                    د سند ډول

  یورو 115 

   د وکالتنامی د صدور قیمت

 یورو 20 

   د راجستر شوی پست قیمت

  

پیسو ورکولو لارښوونه:

دوکالتنامی قیمت او نور ټول د قونسلی مصرفونه یوازی په یورو او یا دهغه معادل  په ناروژی کرون د منلو وړ دی

  د وکالتنامی قیمت او نور ټول د قونسلی مصرفونه په سفارت کی دننه د کریدت کارت، ویزه کارت، او ماستر کارت له لاری او همدارنګه د منی آرډر(یا بانکی تصدیق شوی چک ) له لاری چی "په اسلو کی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی اخیستل کیږی نقدی پیسی،شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی

 د منی آرډر( یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړلو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی له دی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړشی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری

د منی آرډر( یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت  باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آرډر باید له خپل وښتنلیک سره یو ځای موږ ته واستوی

اصلی سندونه

هغه اصلی سندونه چی د غوښتنلیک سره مو یوځای تسلیم کړی، د قانونی مرحلو تیریدو وروسته بیرته تاسی ته تسلیمیږی

که سوال لری اویا نور مالومات غواړی

د لا زیات مالومات لپاره د سفارت د قونسلی څانګی سره اړیکه ونیسی . په یاد ولری چی د د قونسلی څانګی د کار وخت په لاندی ډول دی

د دوشنبی ورځی څخه تر جمعی ورځی د سهار د ۹ بجو د غرمی تر ۱۲بجو پوری

د قونسلی څانګی د تیلفون شمیره  

     0047 22 12 35 70

د قنسولی څانګی د ایمیل پته

consular.section@afghanistanembassy.no

د قونسلی څانګی پوستی پته

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo

Norway

 



Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Gange-Rolvs gate 5  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 22 12 35 70

Powered by Kréatif AS