د نوی پاسپورټ لارښود


د پاسپورټ غوښتونکو د پاملرنی وړ!
 د پاسپورټ غوښتنی لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا څخه تایید شوی د تابعیت اصلی تذکره اړینه ده.  

دافغانستان اسلامی جمهوری دولت سفارت په اسلو کی د هغو هیوادوالولپاره چی په ناروی، دنمارک، فنلند او آیسلند کی استوگن دی، وروسته لدی چی د هغوی د افغانی هویت څخه ډاډمن شی، عادی پاسپورټ داصلی پیژندنی سند (تذکره چه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی وی)

 په کتلو، دټاکل شوی محصول په نظر کی نیولوسره د پنخو کلونو د اعتبار وړ پاسپورټ ورکول کږی.

پاسپورټ په هیڅ ډول د شخص په غیاب کی نه ورکول او نه تمدید کیږی.


د ماشین لوستنی پاسپورټ د غوښتنې کړنلاره:

د نوی ماشین لوستنی پاسپورټونو د توزیع د پروسی له پیل کیدو سره، د مخکینیو لاس لیکلی پاسپورټونو د اعتبار موده (غیر له ډیر عاجلو حالاتو)  د تمدید وړ ندی. له دی کبله هغو هیوادوالو نه چی د مخکنیو پاسپورټونو تمدیدولو ته اړتیا لری هیله کیږی چی د نویو ماشین لوستنی پاسپورټونو غوښتنه وکړی.  په ناروی کی د افغانستان د سفارت د قونسلګری څانګی د دندو او مسوولیتونو په نظر کی نیولو سره، په اوسنی محال کی یوازی په ناروی، ډنمارک، فنلنډ او آیسلنډ کی میشته هیوادوالوغوښتنلیکونو سره چلند کیږی.

 د وخت نیول او د لازمو اسنادو وړاندی کول:


۱. د پاسپورت غوښتنی او د اسناد د سپارلو د وخت نیولو د  پاره لطفاً د (http://www.afghanistanembassy.no/passport
)   انټرنټی آدرس وگوری.


۲. لطفاً  د کتنی د وخت نیول نه پرته د قونسلګری څانګی ته مراجعه ونکړی.

۳. مراجعه کونکی،که د یوی کورنی غړی هم وی، باید دپاسپورت د غوښتنلیک د سپارلو لپاره بیل بیل وخت ونیسی.

۴. ماشین لوستنی پاسپورټونه هر کس ته، د کوچنیانو او نوی زیږیدلی ماشومانو په شمول، په بیله توګه ورکول کیږی. له همدی امله هر مراجعه کونکی )د کوچنیانو ، نوى زيږیدلی ماشومانو او مشرانو په شمول( مكلف دى چى د اسنادو د تسليمولو په وخت کی حاضر وی.

۵. د قونسلګری څانګه د نوی ماشین لوستنی هیڅ اسناد د مراجعه کونکی په غیابت کی نشی اخیستی.

۶. پس له دى چى بشپړ اسناد او معلومات د قونسلګری برخی ته ورکړل شول، پاسپورټ د پوستی په واسطه استول کیږی. دا چی په څومره وخت کی به پاسپورټ ستاسی آدرس ته رسیږی په دقیقه توګه معلومه نده. خو که اسناد و کی نیمګړتیاوی نه وی د قونسلګری څانګه په تخمینی توګه د پاسپورټ د رسیدو اټکل کولای شی. تر څو چی دا تخمینی موده نده ختم شوی لطفا سفارت سره د اړیکی نیولو څخه ډډه وکړی.

۷. د نوی پاسپورټ صدور لږ تر لږه شپږ رسمی هفتی وخت نیسی. که چیری د پاسپورت غوښتونکی اسناد بشپړ نه وي، د قونسلی څانګی کارکوونکي ستاسو سره اړیکه نیسی تر څو تاسو خپل اسناد بشپړ او قونسلی څانګی ته یی ولیږی. تر هغه وروسته چی اړین اسناد د قونسلی څانګی ته ورسیږی (د اسناد د رسیدلو د ورځی نه) د شپږو هفتو موده پیل کیږی. مهربانی وکړی مخکی تر یادی شوی مودی نه د قونسلی څانګی سره اړیکه مه نیسی. او همدارنګه تاسو دا موده په نظر کی ولری او کوښښ وکړی چی خپل سفر د پاسپورټ د تر لاسه کیدو وروسته پلان کړی.

 د نوی پاسپورټ د غوښتنلیک فورمه:

 په مهربانى سره دا لاندينى معلومات په غور سره ولولى او خپل اسناد د همدى معلوماتو په بنسټ جوړ کړی.

د هر غوښتنلیک سره د بشپړو اسنادو موجودیت حتمی دی او بی له اسنادو د غوښتنلیکونو کارونه پر مخ نه بیول کیږی.  د یادونی وړ دی چه پاسپورټونه د ناروی څخه په بهر ملک کی جوړيږی او له دی امله د افغانستان سفارت نشی کولای چی د بشپړ اسنادو د نه موجودیت په صورت کی د غوښتنلیک استول وځندوی. هغه مراجعه کونکی چی بشپړ اسناد ونلری نو باید چی د نوی وخت د نیولو غوښتنه وکړی.

١.  په مهربانى سره د غوښتنلیک فورمه (PDF) په واضحه توګه په تور قلم یا رنګ سره ډکه کړی.

۲. دا حتمی ده چی په فورمه كى معلومات هم په انګلیسی او هم د افغانستان په رسمی ژبه (پښتو يا درى) باندى وليكل شى.

۳. د مراجعه كوونكى لاسليك د غوښتنلیک څخه په پاسپورټ کی کاپی کیږی، نو له همدی امله د لاسلیک په برخه کی پاملرنه وکړی. لاسليك بايد چى د چوكاټ په مینځ کی راشی.

۴. د ونى اندازه په سانتی متر کی او په دقیقه توګه ولیکی، ځکه چی په پاسپورټ کی به په همغه ډول لیکل کیږی.

۵. د پاملرنی وړ ده چی عکس د معینی اندازی سره سم (4x4.5 cm) په څرګند ډول واخیستل شی تر څو د مراجعه کونکی دواړه غوږونه په کی ولیدل شی. 

۶. كه چيرته پاسپورت ورک او غلا شی نو دا حتمی ده چی د پولیس راپور او د ورک شوی پاسپورت کاپی سفارت ته وروړل شی تر څو سفارت وکولی شی چی ورک شوی پاسپورټ ناچل ثبت کړی.

۷. د نوم بدلول بیل او خاص قانون لری او هغه د افغانستان د اوسنیو قانونو په بنسټ سرته رسیږی. هغه هیوادوال چی خپل نوم او یا هم د کورنی نوم پس له واده نه بدل کړی وی، دوی باید چی ځان سره نکاح خط یا نکاح نامه ولری. هغه هیوادوال چی خپل نومونه یی د نورو دلایلو پر بنسټ بدل کړی، هغوی سره باید چی ټول قانونی اسناد موجود وی. هغه مراجعه کوونکی چی ونشی کولای دا اسناد برابر کړی د هغوی غوښتنلیک کار به مخ ته نه ځی.

 ۸. قونسلګری برخی ته د ناسمو يا غلطو معلوماتو ورکول او د دغو ناسمو معلوماتو چاپیدل په پاسپورټ کی د مراجعه کوونکی ذمه وارى ده. دا یوازی کیدای شی چی د نوی پاسپورټ په چاپیدو سره جوړ شی چی ددی نوی پاسپورټ مصرف به د مراجعه کوونکی په غاړه وی.

 اړین سندونه :

 ١. هر مراجعه كوونكى نه په كار ده چى يوه بيلنى د غوښتنلیک فورمه ډکه کړی. په مهربانی سره دا لاندینی کړنلاری په پام کی ونیسۍ:

٢. د ډیرو ستونځو نه د مخنیوی لپاره، هر مراجعه كوونكى ته لازمه ده چى د لاندينى سندونو اصل او يوه كاپى ځان سره د قونسلګری برخی ته راوړی: هغه ټول سندونه چی د افغانستان څخه لاس ته راوړل شوی وی ورسره د هغو اسنادو سره چی په (ناروی/دنمارک/فنلند او آیسلند) کی مراجعه کوونکی ته د اقامت د سند په ټوګه ورکړل شوی لکه: د کډوالی او یا د شتمیدو سندونه، تذکره، د زده کړو سندونه، نکاح خط، د عسکری د ترخیص سند، مخکینۍ پاسپورټ، او نور هر څه سندونه چی ځان سره لری. د زیاتو سندونو وړاندی کول، کولای شی چی د پیږندنی او د غوښتنلیک د بشپړیدو لړه چټکه کړی.

 ۳. د هغو ماشامانو پيداینه چی په کوربه هیواد کی شوی وی نو د هغوی د زیږیدنی تصدیق او د کورنی اسناد باید سفارت ته وښودل شی.

 د پاسپورټ په لاس راوړل:

 ١. هر مراجعه كوونكى به د پاسپورټ د استونی د راجستر شوی پوستی مصرف په غاړه لری.

 ٢.  د پاملرنی وړ ده چی د کورنی هر غړی باید بیل پاکټ ولری ځکه چی هر یو پاسپورټ کیدای شی چی په بیل وخت کی جوړ او مراجعه کوونکی ته واستول شی.

 ٣.  د يادونى وړ ده چی د سفارت د قونسلګری څانګه د پاسپورټ د جوړیدو اداری ته د سندونو د استولو دنده او مسوولیت لری. د سمو سندونو، د سم نوم، د پيدایښت نیټه، پته او نورو معلوماتو وړاندی کول یوازی د مراجعه کوونکی مسوولیت دی. د ناسمو سندونو او معلوماتو وړاندی کول به د پاسپورټ د جوړیدو پر پروسه باندی منفی اغیزه لری.

۴.  پس له دى چى بشپړ اسناد او معلومات د قونسلګری څانګی ته ورکړل شول، پاسپورټ د پوست په واسطه استول کیږی. دا چی په څومره وخت کی به پاسپورټ ستاسی آدرس ته رسیږی په دقیقه توګه معلومه نده. خو کله چی بشپړ اسناد سفارت ته ورکړل شی د قونسلګری برخه په تخمینی توګه د پاسپورټ د رسیدو اټکل کولای شی. تر څو چی دا تخمینی موده نده ختم شوی لطفا سفارت سره د اړیکی نیولو څخه ډډه وکړی.


د پاسپورټ بیه او د چلیدو موده: 



١. د ماشين لوستنى پاسپورټ د چلیدو موده پنځه كاله ده.
۲. د يو پاسپورټ بیه (1200 ناروژی کرونه) ده چى په دى بيه كى د بهر څخه تر سفارت پوری د پاسپورټ د استولو بيه هم شامله ده. په دی صورت کی تاسو شخصاً خپل پاسپورت د قونسلی څانګی سخه ترلاسه کولی شی.
۳. که چیری تاسو وغوا‌ړی چی پاسپورټ تاسو ته د راجستر شوی پوستی په واسطه واستول شی نو د هر یو پاسپورت د استولو قیمت 220 
نارویژی کرونه کیږی. چه په دی صورت کی د هر پاسپورت د صدور او د استولو قیمت 1420 نارویژی کرونه کیږی.

د وخت نیولو لپاره د پاڼی لاندنی برخی ته مراجعه وکړی.


د سهار د  ۹څخه د ماسپښین تر ۱ بجی د قونسلی څانګی د تیلفون شمیره

(+47) 22123570

د قنسولی څانګی د ایمیل پته

consular.info@afghanistanembassy.no

د قونسلی څانګی پوستی پته

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo

Norway

(د پاسپورټ د څانګی برښنا لیک (یوازی د اسنادو د بشپړولو لپاره

passport@afghanistanembassy.no










Book Appointment
د کتنی لپاره د وخت نیولو لارښوونی



د پاسپورت د اخیستلو د کتنی پاڼي ته ښه راغلاست!

د هغه وطنوالو د توجه وړ چی په سویدن کی اوسیږی: ستاسو څخه په ډیر درنښت هیله کیږی چی په استاکهلم کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفارت ویبپاڼي ته مراجعه وکړی. په اسلو کی د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفارت د ناروی، دنمارک، فنلند او ایسلند هیوادونو اړوندی چاری په غاړه لري.

مهربانی وکړی لاندی لارښوونی په ځیر سره ولولی!

۱. مهربانی وکړی د کتنی د کلیزی (جنتری) په اساس، لومړی نیټه او بیا په سفارت کی د کتنی وخت وټاکی.

۲. وروسته تر هغه چی تاسو د کتنی نیټه او وخت وټاکل، د شخص د ځانګړتیاوو فورم په اتومات ډول پر ویبپاڼه خلاصیږي.

۳. د ځانګړتیاوو فورم په ځیر سره ډک کړی. ( د هر شخص لپاره بیل فورم ډک کړی، د کورنی د هر غړی لپاره باید بیل د کتنی وخت ونیسی.)

۴.  وروسته تر هغه چی فورم مو ډک کړی د Book Now  بټنی ته د فشار ورکولو په واسطه خپل درخواست تایید کړی.

۵. ستاسو د کتنی د وخت درخواست په اسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د لوی سفارت د قونسلی چارو  برخه څیړی او تاسو ته د تاییدی ایمیل در استوی. باید وویل شی د تاییدی ایمیل څو ساعتونه وروسته تاسو ته درلیږل کیږی له همدی کبله تاسو بیړه مه کوی او بیا وخت مه نیسی.

۶. ستاسو د پاسپورت اخیستلو د کتنی وخت تر هغه وروسته چی تاسو ایمیل تر لاسه کړ تایید دی. نیټه، وخت او د شخص مشخصات په ایمیل کی لیکل شوی وي.

۷. که چیرته د تاییدی ایمیل ستاسو د ایمیل په Inbox کی موجود نه وي، مهربانی وکړی د خپل ایمیل د Spam او Junk په فولدرونو کی وګوری.

۸. که چیری غواړی د کورنی ټولو غړو ته د کتنی وخت ونیسی د ویبپاڼی په اخرنی پاڼه کی د Please click here بټنی ته فشار ورکړی او د وروستنی کتنی لپاره بیل وخت ونیسی. مهربانی وکړی د وروستنی کتنی وخت د خپل اولنی تایید شوی وخت سره په یوه زمان کی مه نیسی. د مثال په ډول؛ که چیری مو د لومړنی شخص لپاره 10:15 وخت ټاکلی وي د دوم شخص لپاره بیا همدا 10:15 وخت مه ټاکی.

د یادونی وړ: که چیری تاسو څو د کتنی وختونه د یو ډول ځانګړتیاوو سره ونیسی ټوله د کتنی وختونه د سیسټم له طریقه په اتومات ډول رد کیږي.

اوس تاسو کولای شی چی دلته  یا لاندنی بټنی ته د فشار په ورکولو سره، د خپل ځان لپاره د کتنی وخت ونیسی.



(11.17.2016)









Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Gange-Rolvs gate 5  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 22 12 35 70

Powered by Kréatif AS