خبرتيا

ګرانو هیواد والو ته خبر ورکول کیږی ، چی په اوسلو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت د پاسپورت ثبت او راجسټر سیسټم نوي کیږي. لدې امله ، تر هغه چې نوی سیسټم نصب او فعال شي ، د سفارت قونسلي څانګه نشي کولی د پاسپورت غوښتونلیک ترلاسه کړي.

د پاسپورټ نوي سیسټم نصبول د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو ریاست سره تعقیب کیږي. ګران هیوادوال به له دې ویب پاڼی له لارې د نوي سیسټم فعالیدو او د پاسپورټ د څانګی د کار پیل په اړه خبر شي.