اسلو میشت افغان فرهنګي فعالینو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سفیرې آغلې شکریه بارکزۍ لېدنه

په اسلو کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سفیرې آغلې شکریه بارکزۍ تېره اونۍ له فرهنګي فعالینو ښاغلي اسحاق امانزي او دین محمد کارواني سره په ناورې هیواد کې د سفارت په مقر کې خبرې وکړې. په دې خبرو کې په ناروې کې د میشتو افغانانو د ستونزو، د افغانانو لپاره د یوه فرهنګي مرکز او په اروپا کې د میشتو افغان متخصصینو لپاره د یوې شبکې د ایجاد پر امکان خبرې او بحث وشو.