د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سفیرې آغلې شکریه بارکزۍ د افغانستان د پخواني وزیر ښاغلي محمدالله ناقد سره لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سفیرې آغلې شکریه بارکزۍ تیره اونۍ د افغانستان پخواني د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیر او د سولې د نړیوال سفیر ښاغلي محمد الله ناقد سره ولیدل.

د مختلفو موضوعاتو سربیره ، په اروپا کې د میشتو افغانانو، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او د ناروې د حکومت د استازو په ګدون د یوی غونډی د جوړولو پر امکان خبرې او بحث وشو.
برسېره پر دې، په هېواد کې اوسنۍ سیاسي وضعیت، د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د رول او ځواکمن کیدلو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د مخنیوي په هکله خبری اتری وشوی .