د جمعی په ورځو کی د قونسلی څانګی کار

ټولو ګرانو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږی چی:

په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفارت د قونسلی څانګه د جمعی په ورځو کی د اداری چارو د تنظیم او ترتیب په موخه تړلی ده، بناً ستاسو څخه هیله کیږی چی په انلاین ‌‌‌‌‌‌ډول د کتنی د وخت د نیولو څخه وروسته د دوشنبی څخه بیا تر پنجشنبی (د سهار د ٩:٣٠ څخه د ماسپښین تر ١ بجى) د خپل قونسلی چارو لپاره د سفارت د قونسلی څانګی څخه لیدنه وکړه.