د لاس لیکلی پاسپورټونو د اعتبار موده

د مخکنی خبرتیاوو په تعقیب یو وار بیا په ناروی، ډنمارک او آیسلنډ کی میشت هیوادوالو ته خبر ورکول کیږی چی د ملکی هوایی چلند نړیوال سازمان (ایکاو) د فیصلی په اساس ټول لاس لیکلی پاسپورټونه د روان ۲۰۱۷ عیسوی کال د نومبر تر ۲۴ یمه نیټی اعتبار لری بناً د ټولو هغه هیوادوالو څخه چی پخوانی د لاس لیکلی پاسپورټونه لری هیله کیږی چی د نوی ماشین لوستونکی پاسپورټ (د تابعیت د تذکری د درلودلو په صورت کی) د اخیستلو لپاره اقدام وکړی تر څو په راتلونکی کی د خنډ سره مخ نه شی.