د ښځو نړیواله ورځ

د مارچ مایشتی په اتمه نیټه د ښځو نړیواله ورځ د یوی غونډی په ترڅ کی چی د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت په مقر کی ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌جوړه شوی وه ولمانځل شوه. په لومړی سر کی په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفیری او فوق العاده استاذی د نړی په ځانګړی توګه د افغانستان د ښځو لپاره ددی ورځی پر اهمیت او په هیواد کی یی د ښځو پر ستونځو خبری وکړی او وویل چی په اخرنی یوه نیمه لسیزه کی افغان ښځو د ‌‌‌‌‌‌ډيرو ستونځو سره سره په مختلفو برخو کی خپل توانایی ښودلی ده او ‌‌‌‌‌‌ډيری ښی لاسته راوړنی یی هم لرلی دی. هغی وویل چی د افغانستان اوسنی ښځی د خپل حقوقو د لاسته راوړلو لپاره هر راز مبارزی او سرښندنی ته آماده دی.
وروسته راغلو میلمنو او د سفارت ښځینه استازو ته د هغوی د فعالیتونو څخه د قدردانی او لا نوری هڅونی په موخه، د آغلی سفیری لخوا ستاینلیکونه وویشل شوه.