د هیواد د خپلواکۍ د ۹۸ یمی کلیزی لمانځ غونډه

په اوسلو کی د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د هیواد د خپلواکۍ د ۹۸ یمی کلیزه د یوی غونډی په ترځ کی ولمانځل. نوموړی غونډه چی د ۱۳۹۶ کال د زمری میاشتی پر ۳۰ یمه نیټه د اوسلو په ښار کی جوړه شوی وه، د ناروی د حکومت د مقاماتو سربیره؛ په اوسلو کی میشت د بهرنیو هیوادونو سفیرونو او ډیپلوماټونو، په اسلو کی د څیړنیز او علمی بنسټونو غړو، او د افغانانو د ټولنو استازو هم ګډون وکړ.

غونډه د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د ناروی د شاهی هیواد په ملی سرودونو پیل شوه. وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفیری او فوق العاده استازی آغلی شکریه بارکزی د خپلواکۍ او ددی ورځی د اهمیت په اړه وینا وکړه. آغلی سفیری د خپلواکۍ د بانی اعلیحضرت غازی امان الله خان په اړه هم لنډی خبری وکړی او د امانی دوری د اصلاحاتو او پلانونو تطبیق یی د هیواد د اوسنی نسل یو د مهمو ارزوګانو وباله. همدارنګه آغلی بارکزی د اعلیحضرت میرمن ملکه ثریا یوه زړوره ښځه او د افغانستان د ښځو د حقونو مدافع یاده کړه او ویی ویل چی هغی به همیشه به یی اعلیحضرت ته په اصلاحی موضوعاتو کی مشوره ورکوله.‌

وروسته د ناوری د حکومت په استازولۍ د ناوری د چاپیریال ساتنی وزیر ښاغلی Vidar Helgesen خبری وکړی او د افغانستان او ناروی تر منځ اړیکی یی مهمی وبللی. ښاغلی وزیر افغانانو ته د خپلواکۍ د ۹۸ یمی کلیزی مبارکی وړاندی کړه او وویل چی د افغانستان سره دده معرفت د اتیایمی لسیزی د وخته څخه دی او په هغه وخت کی به ده  د افغانستان د ښوونځیو لپاره د بسپڼی ټولولو لپاره کار کوی. هغه د ناروی او افغانستان اړیکی مهمی وبللی او اضافه یی کړه چی د ناروی حکومت به په هیواد کی د سولی، ثبات او سوکالۍ د راوستلو په لاره کی د افغانستان سره همکاره اوسی.

د پروګرام په بله برخه کی افغانانو ځوانانو د افغانی کالیو ننداره وړاندی کړه او همدارنګه یی ښکلی ملی اتڼ وکړ چی د برخه والو په چکچو بدرګه شو. وروسته د غونډی برخوال ډوډی خوړلو ته راوبلل شوه اود کیک په پریکولو او ژوندی موسیقی سره پای ته ورسیدله.