د کوچني اختر د مبارکی پیغام

 

په اوسلو كى د افغانستان اسلامى جمهوريت سفارت د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړی توګه د افغانستان مومنو او غیرتي خلکو ته مبارکي وایي او هیله لري چي د ټولو روژه نیونکو طاعتونه او عبادتونه په الهي دربار کې قبول شوي وي.

د رحمت او مغفرت د میاشتې په پای کې د خدای تعالی ج له دربار څخه په ګران هیواد کښی سوله او ټول افغان ولس ته فلاح او سوکالی غواړو.