Notice: wpdb::prepare و بلل شو ناسم. The query does not contain the correct number of placeholders (2) for the number of arguments passed (3). Please see Debugging in WordPress for more information. ( دا پیغام په 4.8.3 نسخه کې ورزیات شو.) in /home/A/afghanistanembassyno/www/wp-includes/functions.php on line 4204
ویزه – Afghanistan Embassy – Oslo

ویزه

په اوسلو کښی د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفارت هغه ویزه غوښتونکو ته چی د ناروی، ډنمارک او  آیسلنډ په هیوادونو کښی استوګنه لری، ویزه ورکوی.

د اوسنی مقرراتو پر بنسټ، دا سفارت  یوازی د یوځل مسافرت یوه میاشتنۍ ویزه  صادروی.  هغه ویزه غوښتونکی چی غواړی د اوږدی مودی لپاره په افغانستان کی پاتی شی، کولاۍ شی د خپلی ویزی د تمدید لپاره په کابل کی د بهرنیو چارو وزارت  د قونسلی چارو ریاست ته غوښتنه وړاندی کړی.  په ځینی ځانګړی حالاتو کی دری میاشتنۍ او کثيرالمسافرت ویزي یوازی د سیاسی پاسپورټونو درلودونکو او د ناروي, ډنمارك او آيسلنډ هیوادونو د مسلح قواوو او د دولت رسمی مامورینو ته چی د رسمی چارو لپاره سفر کوی او قانع کوونکی دلیلونه وړاندی کړی، ورکول کیږی.

د ویزی غوښتونکي کولای شی خپل غوښتنلیکونه د پوستی له لاری راولیږی او یا هم په اوسلو کښی د افغانستان د سفارت قونسلی څانګی ته  مراجعه وکړی.  د ویزی غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی.  هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا اړین اسناد له ځان سره ونلری، په هیڅ صورت نه اخیستل کیږی.

د ویزی د غوښتنی لپاره اړین سندونه  

 د ویزی غوښتونکی، که د پوستی له لاری غوښتنه کوی او یا خپله سفارت ته مراجعه کوی، باید لاندینی سندونه د سفارت قونسلی څانګی ته وسپاری:

د ویزی غوښتنلیک یا فورمه باید په بشپړه توګه ډک او لاسلیک شی. د انګلیسی ژبی سربیره، تاسو کولای شی د ویزی غوښتنلیک په دري نورو ژبو؛ پښتو، دری او نارویژی هم ډک کړی.  تاسو کولاۍ شی دا غوښتنلیک  د دی سفارت په ویبپاڼه کښی د قونسلی څانګی د غوښتنلیکونو له اړونده پاڼی څخه لاسته راوړی.

  1. د ویزی غوښتونکی باید خپل پاسپورټ له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کړی. (پاسپورټ باید لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره اعتبار ولری)
  2. دوه قطعی عکسونه چی د پاسپورټ په ستندرده اندازه اخیستل شوی وی، باید د فورمی په وروستی پاڼه کی ونښلول شی (دواړه عکسونه باید نوی او سره ورته وی او له مخامخ نه اخیستل شوی وی ترڅو د شخص دواړه غوږونه پکښی د لیدلو وړ وی)
  3. د ویزی غوښتونکي د اوسنۍ پتی د تثبیتولو لپاره باید اړین سندونه، د مثال په ډول د برق بل، د ښاروالی سند او داسی نور چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی، وسپارل شی.
  4. که سفر په کاری یا رسمی موخه سرته رسیږی، باید د سفر د موخی د تثبیتولو لپاره د اړونده مرجع څخه اړین سند  وړاندی شی.
  5. د ویزی بیه (لاندی، د بیو جدول ته مراجعه وکړی).
  6. د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم چی په لاندینی جدول کی راغلی (له ناروی څخه د ویزی غوښتونکي کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای د معادل ارزښت لرونکی یو راجستر شوی پوستی پاکټ د خپل نوم او پتی په لیکلو سره، سفارت ته وسپاری).

د پوستی له لاری د ویزی غوښتنه   

پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی:

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Gange- Rolvs gate. 5, 0244 Oslo, Norway 

دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی.

لکه څنګه چی پورته روښانه شوه، هغه کسان چی قونسلی څانګی ته د ناروی له دننه څخه  د ویزی غوښتنلیک لیږی، کولای شی د راجستری پٌستی د قیمت پرخای، مونږ ته یو راجستری پٌستی پاکټ چی د غوښتونکی نوم او بشپړه پته پری لیکلی وی، راولیږی تر څو ویزه او اصلی سندونه بیرته لاسته راوړی.  هغه کسان چی د ډنمارک او آیسلنډ د هیوادونو څخه د ویزی غوښتنه کوی، نشی کولای چی راجستری پستی پاکټ راولیږی؛ ځکه نو باید له لارښوونی سره سم دی مونږته د راجستری پٌستی قیمت راواستوی.

سفارت ته د مراجعی د لاری د ویزی غوښتنه  

د ویزی غوښتونکی کولای شی د ویزی د غوښتنی لپاره د انلاین وخت نیولو څخه وروسته د کاری وخت په ترڅ کښی شخصاً د سفارت قونسلی څانګی ته مراجعه وکړی.   د سفارت د قونسلی څانګه د لاندنی وخت په جریان کی پرانستی ده:

د دوشنبی څخه تر پنجشنبی د سهار د ۹ بجی څخه  د ماسپښین تر ۱ بجی 

د پورتنی وخت څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د جمعی، شنبی او یکشنبی  په ورځو کی د سفارت قونسلی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده.

د غوښتنلیکونو له سپارلو څخه وروسته له مراجعینو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپلی ویزی او اسناد لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی چی خپله ویزه او اسناد د پوستی له لاری لاسته راوړی باید د ویزی د بیی سربیره د راجستری پوستی مصرف د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری.  البته د ناروی هیواد مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د بیی پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم و بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری.

د ویزی بیه او پوستی مصرف

مجموعی بیه (د ۶ یورو بانکی چارج په شمول) د ویزی ډول
۹۳ یورو

 

د یوځل مسافرت یوه میاشتنی ویزه
وړیا د سیاسی او خدمت پاسپورټونو لرونکو لپاره ویزه
وړیا

(د دولتونو د بالمثلی روییی سره سم)

د هغه دولتی کارکوونکی لپاره ویزه چی سیاسی یا خدمت پاسپورټونه نلری خو په کاری یا رسمی موخه سفر کوی
وړیا په افغانستان کی زیږیدونکی چی په غیر افغانی پاسپورټونو سفر کوی
وړیا د ملگرو ملتونو د سازمان، سره صلیب او نورو ځانګړو بین الحکومتی بنسټونو د کارکوونکو لپاره ویزه
۷۵ یورو د سیاحت ویزه
۲۵ یورو

(له پنځو څخه زیاتو پاسپورټونو لپاره چی په یو غوښتنلیک کی شامل وی)

۲۲ یورو

(له یوه څخه تر پنځو پاسپورټونو پوری چی په یوه غوښتنلیک کی شامل وی)

د راجستری پوست مصرف  (د ناروی په ګډون په ټوله شمالی اروپا کښی)

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونه

  1. د ویزی بیه او نور ټول قونسلی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی. نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی.
  2. د ویزی بیه او نور ټول قونسلی مصارف په سفارت دننه کښی د کریډت کارټ، ویزه کارټ او ماسټر کارټ په واسطه او همدارنگه د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی “په اوسلو کښی د افغانستان د سفارت” په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.
  3. د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری څانګی ته (پرته ددی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.
  4. د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آرډر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی.

 د ویزی غوښتنی لپاره لازمه موده 

وروسته تر هغه چی بشپړ غوښتنلیکونه د ټولو لازمو اسنادو سره یو ځای مونږ ته راورسیږی، د ویزی صادرول له دریو تر شپږو کاری ورځو پوری وخت نیسی. د ګړندی غوښتنی په صورت کی، د ۶۰ یورو په ارزښت اضافی مصرف اخیستل کیږی او ویزه د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کښی ورکول کیږی.

هغه کسان چی د پوستی له لاری غوښتنه کوی، په خاصه توګه د ډنمارک، او آیسلنډ اوسیدونکی، باید په یاد ولری چی د پوستی له لاری مونږ ته ستاسو د غوښتنو رارسیدل او بیا تاسو ته بیرته ستنیدل د ۱۰ ورځو په شاوخوا کی وخت نیسی. د ویزه غوښتونکو څخه هیله کیږی چی د ویزی د لاسته راوړنی مخکی د سفر تیاری ونه نیسی.  د ویزی د ځنډیدو او ستاسو د سفر په اړه د ستونځو د پیښیدو په صورت کی سفارت هیڅ ډول مسوولیت نه لری.

اصلی اسناد

هغه سندونه چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته ویزه غوښتونکی ته تسلمیږی.

د ویزی غوښتنلیک یا فورمه 

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی د ویزی فورمه، له څلورو موجودو ژبو څخه په هره ژبه چی وی، ډکه کری.  اړونده فورمی د دی سفارت په ویب سایټ کښی د قونسلی څانګی د فورمونو له پاڼی څخه لاس ته راوړی شی.

که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟  

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قونسلی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ونیسی:

د قونسلی څانګی د ټیلیفون شمیره:

۰۰۴۷۲۲۱۲۳۵۷۰

(د دوشنبی تر جمعی د سهار د ۹ بجی څخه د ماسپښین تر ۱ بجی)

د قونسلی څانګی د برښنالیک پته:

consular.section(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no

د قونسلی څانګی پوستی پته:

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Gange- Rolvs gate. 5, 0244 Oslo, Norway