په کابل او بغلان کې د تروریستي پېښوپه اړه د افغنستان د اسلامی جمهوریت سفارت اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

په اوسلو كى د افغانستان اسلامى جمهوريت سفارت په کابل ښار شپږمه ناحیه کې د تذکرو د وېش په مرکز ځانمرګی برید ، چی د ګڼ شمیر ماشومانو او ښځو په ګدون لږ تر لږه 69 ولسي وګړي خپل ژوند د لاسه ورکړ او بغلان کې تروریستی برید، په کلکه غندی او تری سخت متاثره شوی. دسفارت کارکوونکي د افغانستان ټول شریف ولس ته د دی پیښو له کبله تسلیت وړاندی کوی، د الله ج د درباره څخه شهیدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته ښه روغتیا غواړی.

دا وینی بهونکی برید ، چی داعش ډلي مسئوليت منلی، نشي کولی چی په ملی ډمکراتیکو بهیرونو کی د خلکو د پراخ ګډون عزم او اراده  کمزورې کړي.

 

Source: EPA