Notice: wpdb::prepare و بلل شو ناسم. The query does not contain the correct number of placeholders (2) for the number of arguments passed (3). Please see Debugging in WordPress for more information. ( دا پیغام په 4.8.3 نسخه کې ورزیات شو.) in /home/A/afghanistanembassyno/www/wp-includes/functions.php on line 4204
خبرتیا – Afghanistan Embassy – Oslo

خبرتیا

ټولو درنو هیوادوالو ته په درنښت خبر ورکول کیږی چی په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت قونسلی څانګه په ناروی هیواد کی د کرونا ویروس د چټک خپرېدو له امله او دغه راز د ناروی دولت د اعلان له مخې چې د یو شمېر ادارو فعالیتونه یې محدود کړي او ځینې یې رخصت کړي دي، د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب ۲۳ چې د ۲۰۲۰ میلادی کال د مارچ ۱۳ سره سمون لری تر راتلونکي خبرتیا پورې بند دی.
د یادونې وړ ده، چې د سفارت قونسلي څانګه د مړینو او نورو بېړنیو پېښو لپاره چوپړ چمتووالی لري.