Notice: wpdb::prepare و بلل شو ناسم. The query does not contain the correct number of placeholders (2) for the number of arguments passed (3). Please see Debugging in WordPress for more information. ( دا پیغام په 4.8.3 نسخه کې ورزیات شو.) in /home/A/afghanistanembassyno/www/wp-includes/functions.php on line 4204
د افغانستان اسلامی جمهوري دولت مطبوعاتی اعلامیه – Afghanistan Embassy – Oslo

د افغانستان اسلامی جمهوري دولت مطبوعاتی اعلامیه

۱۳۹۶ کال د لېندۍ ۱۶
ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د خلکو د ژورې اندېښنې په درک کولو سره، د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه دمخه له ډیپلوماتیکو لارو څخه د هغه هېواد رهبري ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي.
د ملي یووالي حکومت او زمونږ مسلمان هېوادوال د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.
بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو ملتونو سازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.
لکه څنګه چې لیدل کېږي له نېکه مرغه د دغې موضوع په اړه نړیواله اجماع وجود لري چې د بیت المقدس په اړه یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی او د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي.
ملي یووالي حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د تحقق لپاره له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې په دوامداره توګه د دې پروسې ملاتړ کوي.