Notice: wpdb::prepare و بلل شو ناسم. The query does not contain the correct number of placeholders (2) for the number of arguments passed (3). Please see Debugging in WordPress for more information. ( دا پیغام په 4.8.3 نسخه کې ورزیات شو.) in /home/A/afghanistanembassyno/www/wp-includes/functions.php on line 4204
غیابی تذکره – Afghanistan Embassy – Oslo

غیابی تذکره

د افغانستان د تابعیت د قوانینو په اساس، د افغانستان هر تبعه ته اړینه ده چی د تابعیت تذکره واخلی. هغه ماشومان چی  په بهر کی د افغانی  مور او پلار څخه زیږیدلی وی او همدارنګه هغه افغانان چی تر اوسه یی تذکره نه وی اخیستلی او یا هم تذکره ورکه شوی وی، کولای شی چی په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفارت د قونسلی څانګی د لاری د غیابی تذکری غوښتنه وکړی.

د غیابی تذکری د غوښتنی لپاره اړین شرطونه او سندونه:

۱. د هویت د تائید د غوښتنلیک یا فورمه په دقیقه توګه ډکول (تاسی کولای شی چی د غیابی تذکری لپاره د هویت د تائید فورم د سفارت د قونسلی څانګی څخه تر لاسه کړی).

۲. د هویت د تائید پرفورمه د غیابی تذکری غوښتونکی امضا او د ګوتی نښه.

۳. د هغه اصولی خپلوانو څخه چی د هویت په فورمه کی ذکر دی، د یوه د تذکری د کاپی ارائه کول. (پلار، ورور، خور، نیکه، تره، د تره زوی).

۴. د غیابی تذکری لپاره ۸ قطعی عکسونه د ځانه سره ولری.

۵. د ناروی، ډنمارک یا آیسلنډ هیواد د اوسیدولو اسناد یا اقامت کارډ

۶. د غیابی تذکری د غوښتونکی د هغه تعیین شوی استاځی په هکله معلومات او د اړیکی شمیره، کوم چی د غوښتونکی په غیاب کی په افغانستان کی د تذکری اخیستلو رسمی چاری مخته وړی.

۷. د هغه ماشومانو د زیږیدنی اصلی سند کوم چی په ناروی، ډنمارک، آیسلنډ او یا بل هیواد کی زیږیدلی وی.

د تذکری غوښتونکی باید د سفارت د ویبپاڼی د لاری د مصاحبی وخت ونیسی او حضوری د اړینو سندونو د اصل او کاپی سره یو ځای د سفارت قونسلی څانګی ته مراجعه وکړی.

 په سفارت کی د ترتیب شوو سندونو اصل باید د تذکری د غوښتونکی لخوا څخه په افغانستان کی د نوموړی ټاکل شوی استاځی ته واستول شی او کاپی یی د قونسلی څانګی لخوا څخه د رسمی مکتوب د لاری د نفوس د ثبت او احوال اداری ته استول کیږی.

که چیری تاسو غواړی چی نور معلومات تر لاسه کړی، مهربانی وکړی د لاندنی لارو څخه د قونسلی څانګی سره په اړیکه کی شی:

 

د سهار د  ۹څخه د ماسپښین تر ۱ بجی د قونسلی څانګی د تیلفون شمیره

۰۰۴۷۲۲۱۲۳۵۷۰

د قونسلی څانګی د برښنالیک پته

consular.info(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no

د قونسلی څانګی پوستی پته

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo

Norway