Notice: wpdb::prepare و بلل شو ناسم. The query does not contain the correct number of placeholders (2) for the number of arguments passed (3). Please see Debugging in WordPress for more information. ( دا پیغام په 4.8.3 نسخه کې ورزیات شو.) in /home/A/afghanistanembassyno/www/wp-includes/functions.php on line 4204
پاسپورټ – Afghanistan Embassy – Oslo

پاسپورټ

  د پاسپورټ غوښتونکو د پاملرنی وړ!

د تخنيکي ستونزو له کبله د نوي پاسپورټ غوښتونکي دې تر بلې خبرتيا منتظر پاتې شي او هغه هېوادوال چې الکټرونيک پاسپورټونه ولري او وخت يې پای ته رسېدلی وي، کولی شي د خپلو پاسپورټونو د تمديد لپاره د کتنی وخت نیولو ورسته په ټاکل شوی وخت د دی سفارت قونسلی څانګی ته مراجعه وکړي

 

 

په اوسلو کی د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت د هغه هیوادوالو لپاره چی په ناروی، ډنمارک او آیسلند کی استوگن دی، وروسته لدی چی د هغوی د افغانی هویت څخه ډاډمن شی، عادی پاسپورټ داصلی پیژندنی سند (تذکره چه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت تایید کړی وی) په کتلو، دټاکل شوی محصول په نظر کی نیولوسره د پنخو کلونو د اعتبار وړ پاسپورټ صادروی. پاسپورټ په هیڅ ډول د شخص په غیاب کی نه صادر او نه هم تمدید کیږی.

د پاسپورټ د قانون  څوارلسمی او نولسمی مادی د پاسپورټ غوښتنی لپاره د افغانستان د تابعیت اصلی تذکره اړینه بللی. د بهرنیو چارو وزارت د قونسلی چارو ریاست د کړنلاری په اساس ستاسو تذکره باید د بهرنیو چارو وزارت لخوا تايید شوي هم وی. 

د ماشین لوستونکی پاسپورټ د غوښتنې کړنلاره:

د نوی ماشین لوستونکی پاسپورټونو د توزیع د پروسی له پیل کیدو سره، د مخکینیو لاس لیکلی پاسپورټونو د اعتبار موده (غیر له ډیر عاجلو حالاتو)  د تمدید وړ نده. له دی کبله هغو هیوادوالو نه چی د مخکنیو پاسپورټونو تمدیدولو ته اړتیا لری هیله کیږی چی د نویو ماشین لوستنی پاسپورټونو غوښتنه وکړی.  په ناروی کی د افغانستان د سفارت د قونسلی څانګی د دندو او مسوولیتونو په نظر کی نیولو سره، په اوسنی وخت کی یوازی په ناروی، ډنمارک او آیسلنډ کی میشت هیوادوالوغوښتنلیکونو سره چال او چلند کیږی.

 د وخت نیول او اړین سندونه:

 ۱. د پاسپورت غوښتنی او د سندونو د سپارلو د وخت نیولو د  پاره لطفاً د http://www.afghanistanembassy.no/passport انټرنټی پته وگورۍ. 

۲. لطفاً  د کتنی د وخت نیولو څخه پرته د قونسلی څانګی ته مراجعه ونکړی.

۳. مراجعه کونکي که د یوی کورنی غړي هم وی، باید دپاسپورټ د غوښتنلیک د سپارلو لپاره بیل بیل وخت ونیسی.

۴. ماشین لوستونکی پاسپورټونه هر کس ته، د کوچنیانو او نوی زیږیدلی ماشومانو په ګډون، په بیله توګه ورکول کیږی. له همدی امله هر مراجعه کونکی (د کوچنیانو ، نوى زيږیدلی ماشومانو او مشرانو په ګډون) مكلف دى چى د غوښتنلیک او سندونو د تسليمولو په وخت کی حاضر وی.

۵. د قونسلی څانګه د نوی ماشین لوستونکی پاسپورټ هیڅ سند د مراجعه کونکی په غیابت کی نشی اخیستی.

۶. وروسته تر دی چى بشپړ اسناد او معلومات د قونسلی څانګی ته ورکړل شول، پاسپورټ د قونسلی څانګی د مامورینو لخوا طی مراحل، صادر او د پوستی په واسطه استول کیږی. دا چی په څومره وخت کی به پاسپورټ ستاسی پتی ته رسیږی په دقیقه توګه معلومه نده. خو که په اسنادو کی نیمګړتیاوی نه وی د قونسلی څانګه په تخمینی توګه د پاسپورټ د رسیدو اټکل کولای شی. تر څو چی دا تخمینی موده نه پای ته نه وی رسیدلی، لطفا د سفارت سره د اړیکی نیولو څخه ډډه وکړی.

۷. د نوی پاسپورټ صدور لږ تر لږه اته رسمی هفتی وخت نیسی. که چیری د پاسپورت غوښتونکی اسناد بشپړ نه وي، د قونسلی څانګی کارکوونکي ستاسو سره اړیکه نیسی تر څو تاسو خپل اسناد بشپړ او قونسلی څانګی ته یی ولیږی. تر هغه وروسته چی اړین اسناد د قونسلی څانګی ته ورسیږی (د اسناد د رسیدلو د ورځی نه) د اته هفتو موده پیل کیږی. مهربانی وکړی مخکی تر یادی شوی مودی نه د قونسلی څانګی سره اړیکه مه نیسی. او همدارنګه تاسو دا موده په نظر کی ولری او کوښښ وکړی چی خپل سفر د پاسپورټ د تر لاسه کیدو وروسته پلان کړی.

 د نوی پاسپورټ غوښتنلیک یا فورمه:

 په مهربانى سره دا لاندينى معلومات په غور سره ولولى او خپل اسناد د همدى معلوماتو په بنسټ جوړ کړی.

د هر غوښتنلیک سره د بشپړو اسنادو موجودیت حتمی دی او بی له اسنادو د غوښتنلیکونو کارونه پر مخ نه بیول کیږی.  د یادونی وړ دی چه پاسپورټونه د ناروی څخه په بهر ملک کی جوړيږی او له دی امله د افغانستان سفارت نشی کولای چی د بشپړ اسنادو د نه موجودیت په صورت کی د غوښتنلیک استول وځنډوی. هغه مراجعه کونکی چی بشپړ اسناد ونلری  باید چی د نوی وخت د نیولو غوښتنه وکړی.

١.  په مهربانى سره د غوښتنلیک فورمه (PDF) په واضحه توګه په تور قلم یا رنګ سره ډکه کړی.

۲. دا حتمی ده چی په فورمه كى معلومات هم په انګلیسی او هم د افغانستان په رسمی ژبه (پښتو يا درى) باندى وليكل شى.

۳. د مراجعه كوونكى لاسليك د غوښتنلیک څخه په پاسپورټ کی کاپی کیږی، نو له همدی امله د لاسلیک په برخه کی پاملرنه وکړی. لاسليك بايد چى د چوكاټ په مینځ کی راشی.

۴. د ونى اندازه په سانتی متر او دقیقه توګه ولیکی، ځکه چی په پاسپورټ کی به په همغه ډول لیکل کیږی.

۵. د پاملرنی وړ ده چی عکس د معینی اندازی سره سم (4x4.5 cm) په څرګند ډول واخیستل شی تر څو د مراجعه کونکی دواړه غوږونه په کی ولیدل شی. 

۶. كه چيرته مو مخکنی پاسپورټ ورک یا غلا شوی وی نو دا حتمی ده چی د پولیس راپور او د ورک شوی پاسپورت کاپی سفارت ته وروړل شی تر څو سفارت وکولی شی چی ورک شوی پاسپورټ ناچل ثبت کړی. د یادونی وړ ده چی د افغانستان د پاسپورټ د قانون د اته ویشتمی مادی په اساس د مخکنی پاسپورټ د ورکیدلو په صورت کی د پاسپورټ غوښتونکی مکلف دی چی د پاسپورټ دوه برابره محصول تحویل کړی.

۷. د نوم بدلول بیل او خاص قانون لری او هغه د افغانستان د اوسنیو قانونو په بنسټ سرته رسیږی. هغه هیوادوال چی خپل نوم او یا هم د کورنی نوم پس له واده نه بدل کړی وی، دوی باید چی ځان سره نکاح خط یا نکاح نامه ولری. هغه هیوادوال چی خپل نومونه یی د نورو دلایلو پر بنسټ بدل کړی، هغوی سره باید چی ټول قانونی اسناد موجود وی. هغه مراجعه کوونکی چی ونشی کولای دا اسناد برابر کړی د هغوی دغوښتنلیک کار به مخ ته نه ځی.

 ۸. قونسلی څانګی ته د ناسمو يا غلطو معلوماتو ورکول او د دغو ناسمو معلوماتو چاپیدل په پاسپورټ کی د مراجعه کوونکی ذمه وارى ده. دا یوازی کیدای شی چی د نوی پاسپورټ په چاپیدو سره جوړ شی چی ددی نوی پاسپورټ مصرف به د مراجعه کوونکی په غاړه وی.

 اړین سندونه :

هر مراجعه كوونكى ته په كار ده چى يوه بيلنى د غوښتنلیک فورمه ډکه کړی. په مهربانی سره دا لاندینی کړنلاری په پام کی ونیسۍ:

۱. د ډیرو ستونځو نه د مخنیوی لپاره، هر مراجعه كوونكى ته لازمه ده چى د لاندينى سندونو اصل او يوه كاپى ځان سره د قونسلی څانګی ته راوړی: هغه ټول سندونه چی د افغانستان څخه لاس ته راوړل شوی وی ورسره د هغو اسنادو سره چی په (ناروی/دنمارک او آیسلنډ) کی مراجعه کوونکی ته د اقامت د سند په توګه ورکړل شوی لکه: د کډوالی او یا د شتمیدو سندونه، تذکره، د زده کړی سندونه، نکاح خط، د عسکری د ترخیض سند، مخکنۍ پاسپورټ، او نور هر څه سندونه چی ځان سره لری. د زیاتو سندونو وړاندی کول، کولای شی چی د پیژندنی او د پاسپورټ د غوښتنی د بشپړیدو لړۍ چټکه کړی.

 ۲. د هغو ماشامانو زیږیدنه چی په کوربه هیواد کی شوی وی، د هغوی د زیږیدنی تصدیق او د کورنۍ د هویت سندونه باید د قونسلی څانګی ته وښودل شی.

 د پاسپورټ په لاس راوړل:

 ١. هر مراجعه كوونكى به د پاسپورټ د استونی د راجستر شوی پوستی مصرف په غاړه لری.

 ٢.  د پاملرنی وړ ده چی د کورنی هر غړی باید بیل پاکټ ولری ځکه چی هر یو پاسپورټ کیدای شی چی په بیل وخت کی جوړ او مراجعه کوونکی ته واستول شی.

 ٣.  د يادونى وړ ده چی د سفارت د قونسلی څانګه د پاسپورټ د جوړیدو اداری ته د سندونو د استولو دنده او مسوولیت لری. د سمو سندونو، د سم نوم، د پيدایښت نیټه، پته او نورو معلوماتو وړاندی کول یوازی د مراجعه کوونکی مسوولیت دی. د ناسمو سندونو او معلوماتو وړاندی کول به د پاسپورټ د جوړیدو پر پروسه باندی منفی اغیزه ولری.

۴.  پس له دى چى بشپړ اسناد او معلومات د قونسلی څانګی ته ورکړل شول، پاسپورټ د پوست په واسطه استول کیږی. دا چی په څومره وخت کی به پاسپورټ ستاسی آدرس ته رسیږی په دقیقه توګه معلومه نده. خو کله چی بشپړ اسناد سفارت ته ورکړل شی د قونسلګری برخه په تخمینی توګه د پاسپورټ د رسیدو اټکل کولای شی. تر څو چی دا تخمینی موده پای ته نه وی رسیدلی لطفا سفارت سره د اړیکی نیولو څخه ډډه وکړی.

 

د پاسپورټ بیه او اعتبار موده:

   د ماشين لوستنى پاسپورټ د چلیدو موده پنځه كاله ده.

 

د سهار د  ۹څخه د ماسپښین تر ۱ بجی د قونسلی څانګی د تیلفون شمیره

۰۰۴۷۲۲۱۲۳۵۷۰

د قونسلی څانګی د برښنالیک پته

consular.info(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no

د قونسلی څانګی پوستی پته

Consular Section

Embassy of Afghanistan
Gange- Rolvs gate 5
0244 Oslo

Norway

(د پاسپورټ د څانګی برښنالیک (یوازی د اسنادو د بشپړولو لپاره

passport(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no