Notice: wpdb::prepare و بلل شو ناسم. The query does not contain the correct number of placeholders (2) for the number of arguments passed (3). Please see Debugging in WordPress for more information. ( دا پیغام په 4.8.3 نسخه کې ورزیات شو.) in /home/A/afghanistanembassyno/www/wp-includes/functions.php on line 4204
وکالت پاڼه – Afghanistan Embassy – Oslo

وکالت پاڼه

په اوسلو کی د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفارت ټولو هغه افغانانو ته چی د ناروی، ډنمارک او آیسلنډ هیوادونو کی میشت دی، ددوی د غوښتنی پر اساس وکالت پاڼه صادروی.

د وکالت پاڼی غوښتنلیک یوازی او یوازی د سند غوښتونکی په حضور کی اجرا کیږی. د وکالت پاڼی غوښتونکی سره یو ځای باید وکیل (که چیرته په پورته یاد شوی هیوادونو کی میشت وی) او دوه شاهدان د سفارت قونسلی څانګی ته حاضر شی.

 اړین سندونه او یادونی

د وکالت پاڼی غوښتونکی باید:

 – مخکی تر مخکی د کتنی وخت د همدی ویبپاڼی څخه انلاین ونیسی او د سفارت قونسلی څانګی ته حاضر شی.

– دوه قطعی عکسونه  (د پاسپورټ پر معیار برابر )

– دوه نفره عاقل او بالغ شاهدان ( د شاهدانو د هویت او اوسنی پتی سندونه، او د هره شاهد دوه قطعی عکسونه اړین دی)

-که چیری وکالت پاڼه د مځکی، کور یا جایداد په مورد کی وی د ملکیت بشپړ سندونه او معلومات اړین دی.

-د وکالت پاڼی د غوښتونکی د هویت او اوسنی پتی بشپړ سندونه

-د وکیل د هویت بشپړ سندونه او که چیری وکیل په سفارت کی حضور ونه لری د وکالت په هکله د هغه تحریری اقرار پاڼه

د وکالت پاڼی محصول (فیس)-

د وکالت پاڼی محصول (فیس) او پوسټی مصرف

د وکالت پاڼی محصول  ۱۱۵ یورو (د ۲ یورو بانکی چارج په ګډون) دی. که چیری تاسو غواړی چی خپل سند د راجستری پوستی د لاری تر لاسه کړی د سند د بیی سربیره د پوستی استولو مصرف ۲۲ یورو هم باید تادیه کړی.

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونه

۱.  د وکالت پاڼی بیه او نور ټول قونسلی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی. نور اسعار قطعاَ د منلو وړ ندی.
۲. د وکالت پاڼی بیه او نور ټول قونسلی مصارف په سفارت دننه کښی د کریډت کارټ، ویزه کارټ او ماسټر کارټ په واسطه او همدارنگه د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی “په اوسلو کښی د افغانستان د سفارت” په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی. نقدی پیسی، شخصی چک او د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.
د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری څانګی ته (پرته ددی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.
د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آرډر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی.

د وکالت پاڼی د غوښتنی په موخه سفارت ته مراجعه

د وکالت پاڼی غوښتونکی کولای شی د ویزی د غوښتنی لپاره د انلاین وخت نیولو څخه وروسته د کاری وخت په ترڅ کښی شخصاً د سفارت قونسلی څانګی ته مراجعه وکړی.  د سفارت د قونسلی څانګه د لاندنی وخت په جریان کی پرانستی ده:

د دوشنبی  څخه تر پنجشنبی د سهار د ۹ بجی څخه د ماسپښین تر ۱ بجی

د پورتنی وخت څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د جمعی، شنبی او یکشنبی  په ورځو کی د سفارت قونسلی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده.

اصلی اسناد

هغه سندونه چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته د وکالت پاڼی غوښتونکی ته تسلمیږی.

که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟  

د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قونسلی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ونیسی:

د قونسلی څانګی د ټیلیفون شمیره:

۰۰۴۷۲۲۱۲۳۵۷۰

(د دوشنبی تر جمعی د ۱ بجی څخه د ماسپښین تر ۳ بجو پوری)

د قونسلی څانګی د برښنالیک پته:

legal.affairs(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no

د قونسلی څانګی پوستی پته:

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Gange- Rolvs gate. 5, 0244 Oslo, Norway