تصدیقونه (زیږیدنه، هویت او تابعیت) 

د ناروی، سویدن، ډنمارک، فنلند او یا آیسلند په هیوادونو کښی میشت هیوادوال کولای شی،  په اسلو د افغانستان له لوی سفارت ته د لاندینی تصدیقونو د لاسته راوړلو لپاره غوښتنی وړاندی کړی:  

۱.  په افغانستان کښی د زیږیدنی تصدیق

۲. د افغانی هویت تصدیق

۳.  د افغانستان د تابعیت تصديق 

د پورتنی تصدیقونو غوښتونکی باید په اسلو کښی د افغانستان د سفارت قنسولی څانګی ته  راشي.  د هویت د تثبیت له اسنادو څخه سربیره، له غوښتونکو سره یوځای د اړونده شهودو راتګ هم سفارت ته حتمی بلل کیږی.  

د تصادیقو لپاره لازم  اسناد

د تصدیق ټول غوښتونکی باید:  

1.  د دی سفارت د قنسولی څانګی څخه د وخت په اخیستو سره، شخصا د مصاحبی لپاره راشی.   

2.  دوه قطعی عکسونه له ځان سره راوړی.  عکسونه باید ستندرده اندازه، نوی او سره ورته وی، او له مخامخ څخه اخیستل شوی وی تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شی.  

3.  د افغانی هویت د تثبیت لپاره یو معتبر سند په اصلی بڼه کښی وړاندی کړی.   

4.  د هویت د تثبیت د سند په نه موجودیت کښی، د دوه  پیژندل شویو افغانانو بشپړ لیکل شوی شهادت د شهودو په فورمه کښی د هغوی د اړونده اسنادو او دوه قطعه عکسونه له ځانه سره راوړی.  د شهودو فورمی کولای شی د دی سفارت د ویب سایت په قنسولی څانګه کښی د تصادیقو له صفحی څخه لاس ته راوړی.  

5.  په ناروی او یا په اړوندو نورو هیوادونو کی د خپل اقامت  اسناد وړاندی کړی.  

6.  د خپلی اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره موثق اسناد، لکه د برق بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور، وړاندی کړی.  

7.  د تصدیق قیمت د ټاکل شوی نورم سره سم چی لاندی توضیح شوی، ورکړی.  

د غوښتنی طریقه

سفارت ته له راتګ د مخه، د تصدیق غوښتونکی باید د مصاحبی د وخت اخیستلو لپاره د سفارت قنسولی څانګی سره اړیکه ونیسی.  د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده:

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری 

د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفاً له اړیکی نیولو څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی  په ورځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړی ده. 

د مصاحبی لپاره په ټاکل شوی وخت، غوښتونکی باید له خپلو ټولو اسنادو سره یو ځای سفارت ته راشی.  په یاد ولری چی د نکاح او طلاق د غوښتنو لپاره د ښځی او میړه دواړو راتګ حتمی بلل کیږی. د سفارت پته په لاندی ډول ده: 

 

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Kronprinsens gate 17

0244 Oslo

Norway

 

په سفارت کښی د تصدیق د صدور لپاره مخامخ مصاحبه د قنسولی څانګی د یو لخوا سرته رسیږی او له 30 تر 60 دقیقو پوری وخت نیسی.  تصادیق معمولاً د دی مصاحبی په پای کښی صادریږی.  په ځینی مواردو کښی غوښتونکو څخه هیله کیږی ترڅو په بله ټاکلی ورځ بیرته  سفارت ته راشی او خپل تصدیق لاسته راوړی.  که مراجعین وغواړی، په هغه صورت  کښی چی د دوی بیرته راتګ ته ضرورت نه وی، سفارت کولای شی د دوی تصدیق او اسناد د پوستی له لاری ورته ولیږی چی په هغه صورت کښی بیا باید د راجستری پوستی مصرف، د ټاکل شوی نورم سره سم، سفارت ته وسپاری.  البته مراجعین کولای شی د راجستری پوستی د قیمت پرځای، یو راجسترشوی پوستی پاکټ چی خپل نوم و بشپړه پته یی پری لیکل شوی وی، سفارت ته وسپاری. 

د تصدیق قیمت او پوستی مصرف 

مجموعی قیمت

مورد

30 یورو (په ناروی کی د 6  یورو بانکی چارج په شمول)

د زیږیدنی/هویت/تابعیت تصدیق

15 یورو

پوستی مصرف

 

د پیسو ورکولو لپاره لارښوونی 

1. د  تصدیق قیمت او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په یورو اخیستل کیږی.  نور اسعار قطعاً د منلو وړ ندی.   

2. د تصدیق قیمت او نور ټول قنسولی مصارف د منی آرډر (یا بانکی تصدیق شوی چک) له لاری چی "په اسلو کښی د افغانستان د سفارت" په نوم جوړ شوی وی، اخیستل کیږی.  نقدی پیسی، شخصی چک و د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی.   

3.  د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) د لاسته راوړو لپاره کولای شی د ښاری بانکونو هری شعبی ته (بی لدی چی پکښی بانکی حساب ولری) ولاړ شی او مطلوبی پیسی او لازم فیس ورته وسپاری.   

4. د منی آردر (یا بانکی تصدیق شوی چک) ارزښت باید د هغو ټولو پیسو په اندازه وی چی باید سفارت ته یی واستوی. منی آردر باید له خپل غوښتنلیک سره یوځای مونږ ته راواستوی. 

اصلی اسناد 

هغه اسناد چی به اصلی بڼه کی مونږ ته سپارل کیږی، د پروسی له بشپړیدو وروسته بیرته سپارل کیږی.   

د غوښتنی لپاره لومړی ګام 

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنی لپاره تیاریاست، لطفا د دی سفارت د قنسولی څانګی سره اړیکه ټینګه او د مخامخ مصاحبی وخت ونیسی.  د سفارت د قنسولی څانګی د پرانستیا وختونه په ياد ولری:  

له دوشنبی تر جمعی پوری د سهار له 9  بجو څخه تر 12  بجو پوری 

 

د قنسولی څانګی د تیلفون شمیره:

00-47-23-23-92-36

د قنسولی څانګی د ایمیل پته:

consular@afghanistanembassy.no

 

د قنسولی څانګی پوستی پته:

Consular Section

Embassy of Afghanistan

Kronprinsens gate 17

0244 Oslo

Norway

 

 


Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan, Oslo
Kronprinsensgate 17  -  0244 Oslo  -  Norway  -  Phone: + 47 23 23 92 20

Powered by ViaNett