خبرتیا!

ټولو درنو هیوادوالو ته په درنښت خبر ورکول کیږی چی په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلی څانګه د ناروی دولت د کورونا وېروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د نویو اقداماتو او اعلان شوي تدابیر له مخې چې د یو شمیر ادارو فعالیتونه یې محدود کړي او ځینې رخصت کړي دي  او ټول دوکانونه پرته د خوړو پلورنځیو، درملتونونه، د تیلو پمپ سټیشنونه به بند اوسی، د ټولو مراجعینو د روغتیا ساتلو لپاره او پورته اقدامات په پام کې نیولو سره د 1399 لمریز کال د سلواغه 8  مي چی د 2021 میلادی کال د جنوری 27 مي سره سمون لری، تر 29 د جنوری یا راتلونکي خبرتیا پورې بند دی.

د یادونې وړ ده، چې د سفارت د قونسلی څانګه د مړینو او نورو بیړنیو پیښو لپاره چوپړ چمتووالی لري.

د بیړنیو قونسلی چارو لپاره، مهرباني وکړئ لاندی شمیری سره اړیکه ونیسي.

004722123571

مهرباني وکړئ، د کورونا وېروس د خپریدو د مخنیوي لپاره نوي تدابیرلاندې لینک کی ولولی.

23 January: The social lockdown in Oslo is reinforced after detecting mutated Corona virus in Nordre Follo municipality – Oslo kommune