Notice: wpdb::prepare و بلل شو ناسم. The query does not contain the correct number of placeholders (2) for the number of arguments passed (3). Please see Debugging in WordPress for more information. ( دا پیغام په 4.8.3 نسخه کې ورزیات شو.) in /home/A/afghanistanembassyno/www/wp-includes/functions.php on line 4204
په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلى خدمتونو ګرځنده تيم ډنمارک ته سفر كوى – Afghanistan Embassy – Oslo

په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلى خدمتونو ګرځنده تيم ډنمارک ته سفر كوى

په اوسلو کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلى خدمتونو ګرځنده تيم د فبروري په 22 ، 23 24  او 25 ډنمارک ته سفر كوى.

د چارو د موثریت او د قونسلى  د خدماتو اسانتیا لپاره، هیوادوال باید د خپل قونسلی غوښتنی (پاسپورټ، غیابی تذکره ، وکالت پاڼه او د قونسلی نورو خدماتو) د سفارت رسمی پاني (https://www.afghanistanembassy.no/ps)د کړنلارو سره سم اړین غوښتنلیکونه (فورمونه) ډکه کړي.

د قونسلى  د خدمتونه د اسانتیا لپاره، له ټولو مراجعینو غوښتنه کیږي چې مخکې له دې چې ټاکل شوي پته (وروسته به اعلان شي) ته مراجعه وکړی لاندې تکی په پام کی ونسی:

  • د پاسپورټ غوښتنلیک فورمه د 2019 کال د فبروري د 20 نیټی نه مخکي د خپلتذکري کاپی، پخوانی پاسپورټ کاپی، استوګنځای کارت او د ډاکټر کارت کاپی مخکې له مخکې دconsular-visit-dk(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no  برېښناليک آدرس ته وليږئ. د مراجعی په وخت کې اصل اسناد (تذکره ، پاسپورټ او عکسونه) د ځان سره ولري.
  • د حقوقی چارې برخه کې، د موکل، موکلینو شتون د تذکری کاپی، د وکیل بشپړ معلومات او د وکیل د تذکره کاپی، د دوو نارینه شاهدانو شتون( چی د 18 کالو یا 18 کالو نه ډیر وي) اړین دی. برسېره پردې، د وکالت پاڼی غوښتنلیک فورمه، د تذکری کاپی، د کور او ملکیت سند، د میراث لیک او نور اړین اسناد مخکې له مخکې دconsular-visit-dk(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no برېښناليک آدرس ته وليږئ. د وراثت پاڼی د ترتیب په جریان کې د درې کسانو مقر (اقرار کونکی) شتون، دوه شاهدان او ورثه شتون اړین دی. د تذکری کاپی، دوه قطعی عکسونه او د اسناد کاپي د مراجعی په وخت کی ځان سره ولري.
  • د غیابی تذکری د غوښتنی لپاره د هویت د تائید د غوښتنلیک د اصولی خپلوانو (پلار، ورور، خور، نیکه، تره، د تره زوی) څخه چی د هویت په فورمه کی ذکر دی د تذکری ډنمارک د استوګنځای کارت او د ډاکټر کارت کاپی او ۸ قطعی عکسونه د مراجعی په وخت کی ځان سره ولري. ډک شوي فورمی او نور اړین اسناد کاپی مخکې له مخکې دconsular-visit-dk(lhfkjglkfdsajhdfjghgfd)afghanistanembassy.no  برېښناليک آدرس ته وليږئ.

که تاسو نور وضاحت ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د سفارت ویب پاڼی ته مراجعه https://www.afghanistanembassy.no/ps/ وکړی.

یادونه: که چیرې د مراجعه کونکي غوښتنلیکونه او بشپړاړین اسناد مخکې له مخکې د سفارت له خواه ترلاسه شوی نه وی، نو د قونسلی تیم نشي کولی چې د دوی اسناد په ټاکل شویو ورځو کې چمتو کړي.

پته (آدرس): Vester Farimagsgade 9 1606 Copenhagen V Denmark

نېټه:  22 فبروري ، 2019

وخت: له 9 بجو څخه تر 5 پورې

نېټه: 23 فبروري2019

وخت: له 9:30 څخه تر 5:00 پورې.

نیټه:  24 فبروري  2019

وخت: له 9:30 څخه تر 5:00 پورې.

نیټه: 25 فبروري 2019

وخت: له 9:00 څخه تر 12:00 پورې.

آدرس: Vester Farimagsgade 9 1606 Copenhagen V Denmark

یادونه: مهربانی وکړی د فبروری د 18 څخه مخکی د کتنی وخت https://www.afghanistanembassy.no/consular-visit-denmark/ ونیسی. او  د کتنی د وخت نیولو څخه پرته مراجعه ونکړی.